د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

د کندهار اوسېدونکو د برما پر مسلمانانو وروستي ظلمونه وغندل


د کندهار اوسېدونکو په یوه لاریون او یوې غونډه کې د برما پر مسلمانانو وروستي ظلمونه وغندل او پر ملګرو ملتونو يې غږ وکړ چې د دغو ظلمونو مخه دې ونيسي.

د کندهار ښار په زړه قول اردو کې یو شمېر راټولو شویو کسانو چې ډېره برخه یې د دیني مدرسو زده کوونکي وو، په برما کې د مسلمانانو ډله ييزه وژنه وغندله او له ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو سازمانونو يې غوښتنه وکړه، تر څو د ياد بشري جنايت پر وړاندې خپل غږ پورته کړي.

مدني فعال او د دغه لاريون مشر عبدلولي ودان نن شنبه ازادي راډیو ته وويل چې نړيواله ټولنه او د نړۍ مسلمانان بايد په برما کې، د مېشو مسلمانانو پر وړاندې د روانو ظلمونو مخه ونيسي.

ښاغلي ودان وویل:

"په برما او په افغانستان کې په دې ۳۰ کلونو کې چې له څومره مسلمانانو سره ظلم کېږي، نړۍ او ملګري ملتونه چوپه خوله دي، زموږ غوښتنه دا ده چې د دې ظلمونو په مقابل کې باید غږ پورته شي."

دغه راز په همدې مهال په کندهار پرېس کلب کې راټولو شویو مدني فعالانو، شاعرانو او عامو خلکو په برما کې د مسلمانانو ډله ييزه وژنه وغندله او پر ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو سازمانونو يې غږ وکړ چې د دغو ظلمونو مخه ونيسي.

د نړیوالو اژانسونو د راپورونو پر بنسټ، په برما کې مسلمانان د دې هېواد د محلي حکومت له خوا له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان شوي او د دې هېواد بنسټپالو بودايانو، له خپلو سيمو د هغوى پر شړلو، وژلو او ځورولو لاس پورې کړى دی.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG