د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

امریکا له قطر او متحده عربي اماراتو سره دفاعي هوکړې تصویب کړې


د امریکا متحدو ایالتونو د قطر د هوايي ځواک د عملیاتي مرکز د ارتقاع په اړه د دغه هېواد له غوښتنې سره موافقه وکړه.

قطر له خپلو عرب ګاونډیو هېوادونو سره په ډیپلوماتيکو اړیکو کې ستونزې لري.

د سعودي عربستان په مشرۍ د خلیج د سیمې له هېوادونو سره د قطر اړیکې په دې خرابې شوي چې دا هېوادونه ادعا کوي چې قطر د سختدریځو ډلو ملاتړ کوي او له ایران سره نېږدې اړیکې پالي.

د امریکا متحد ایالتونه هڅه کوي چې د سعودي عربستان په مشرۍ خلیجي هېوادونه پر قطر ډیپلوماتیک او اقتصادي بندیزونه پای ته ورسوي.

متحده ایالتونه په قطر کې ستره هوايي اډه لري.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون پنجشنبه د قطر لپاره یو پلان تصویب کړ چې پر اساس به یې امریکا د قطر د هوايي ځواک د عملیاتي مرکز پر لوژیستیکي ظرفیتونو او د ټکنالوژۍ پر ارتقاع ۱۹۷ ميلیونه ډالر ولګوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د یوه دوست هېواد د امنیت له ښه کېدو سره مرسته د امریکا له ملي امنیت او بهرنۍ پالېسۍ سره مرسته کولای شي.

امریکا له قطر سره دا موافقه په داسې وخت کې کړې چې دا هېواد هڅه کوي د عربي شاهي امارتونو ترمنځ خپلمنځي اختلافات پای ته ورسوي او په عین حال کې دا هېوادونه د ایران پر ضد په خپل منځ کې ګډه جبهه جوړه کړي.

درې دقیقې وروسته له دې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له قطر سره د معاملې د تصویب بیان خپور کړ، دغه وزارت پر متحده عربي اماراتو له هوا څخه هوا ویشتونکو توغندیو د ۲۷۰ ميلیونه ډالري معاملې د تصویب کېدو خبر ورکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اماراتو په اړه هم ورته ژبه کارولې، دا هېواد یې خپل دوست او د سیمې د ثبات لپاره مهم بللی دی.

سعودي عربستان، متحده عربي امارات، بحرین او مصر د تېر کال په جون کې له قطر سره ډیپلوماتیکې او تجارتي اړیکې پرې کړې او پر دغه هېواد یې یوازنی ځمکنۍ سرحدي لار بنده کړه.

دوی دغه راز پر خپلو هوايي قلمرونو باندې د قطري الوتکو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه.

قطر دا تورونه ردوي چې ګنې د سختدریځو اسلامي ډلو ملاتړ کوي.

خو د خلیج د سیمې عربي هېوادونه په دې خوابدي دي چې قطر په خپله خاوره کې الجزیره شبکه لري او له ایران سره تودې اړیکې ساتي.

XS
SM
MD
LG