- واشنګټن اګزمینر
واشنګټن اګزمینر انلاین خپرونې د افغانستان په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د نوي وزیر د ماموریت په اړه یو مطلب خپور کړی دی.
واشنګټن اګزمینر لیکي:
پهداسې حال کې چې د شمالي کوریا، ایران او له داعش سره د مبارزې موضوعاتو د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپئو اجنډا ډکه کړې، هغه ته به اسانه وي چې افغانستان ته زیاته پاملرنه ونهکړي.
د خپرونې په وینا مایک پومپئو کولی شي، افغانستان ته زیاته توجه ونهکړي، خو دا به یوه خطا وي.
د مطلب لیکوال وايي، که مایک پومپئو پر افغانستان تمرکز ونهکړي، نو په دغه هېواد کې به د امریکا ځاني او مالي زیانونه، د وخت ضایع کېدل او ټولې هڅې په اوبو لاهو شي او افغان ولس به بیا له هم هغه حالت سره لاس او ګریوان شي چې پر افغانستان د پخوانیو نړیوالو قدرتونو د یرغل په وخت کې ورسره مخ وو.
واشنګټن اګزمینر وړاندې لیکي:
د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپئو باید په اول سر کې هغه څه درک کړي چې د ده پخواني ځای ناستي رکس ټېلرسن ورته پام ونهکړ او هغه دا چې د افغانستان ستراتیژي باید یوازې په دفاع وزارت یا پنټاګون پورې منحصره پاتې نهشي.
خپرونه وايي:
مایک پومپئو باید په افغانستان او پاکستان کې له روان وضعیت او پر پاکستان د امریکا، سعودي عربستان او قطر له فشارونو ګټه پورته کړي او د افغانستان د روغې جوړې په خبرو کې له قوي موقفه وغږېږي.
خپرونه وايي، د امریکا پوځ د جګړې لپاره روزل شوی دی او له پوځه باید دا ونهغوښتل شي چې افغانستان اباد کړي او ښه حکومتولي راولي، بلکه د افغانستان د باثباته کېدو په صورت کې به افغانان په خپله هېواد جوړوي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت باید پهدې برخه مرسته او همکاري وکړي.
- انډیا ټوډې
انډیا ټوډې ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په کابل کې د افغان خبریالانو د وژل کېدو په اړه په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفیر څرګندونې راخېستي دي.
ورځپاڼه د افغان سفیر شیدا ابدالي له قوله چې د جنوبي اسیا د ښځینه خبریالانو او بهرنیو ژورنالېستانو په یوې غونډه کې يې څرګندونې کولې، لیکلي دي:
که څه هم داعش په کابل کې پر خبریالانو د ځانوژونکي برید مسؤلیت منلی، خو دی فکر کوي چې دا حمله نور اړخونه هم لري.
ښاغلي ابدالي ویلي، موږ پوهېږو هغه ترورېزم چې په افغانستان کې دی ریښې يې له پولي اغاړه دي.
ورځپاڼې په نوي ډیلي د افغان سفیر دا خبره هم نکل کړې چې ویلي، د سیمې هېوادونه له یو بل سره د همکارۍ له لارې کولی شي دا ترورېزم چې په سیسټماټیک ډول يې ملاتړ کېږي، لهمنځه یوسي.