د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۸ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

د ټاکنو کمېسیون: د رأیې ورکوونکو او کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر ښه روان دی


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د رأیې ورکوونکو او احتمالي کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر په ښه توګه روان دی.

دغه کمېسیون وايي، د تمې خلاف دغه پروسه ښه مخ ته ځي.

د دغه کمېسیون کميشنر سید حفیظ الله هاشمي د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۷ کال د جوزا په ۱۳ مه» ازادي راډیو ته وویل، دوی د انتخاباتو پر وړاندې د هر ډول ستونزو د هواري په برخه کې جدي دي.

د ښاغلي هاشمي په خبره، له ستونزو سره سره تر دې دمه نېږدې شپږ زره کسانو چې مېرمنې هم پکې شاملې دي، په راتلونکو انتخاباتو کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو د احتمالي کاندیدانو فورمې اخیستې دي.

سید حفیظ الله هاشمي
سید حفیظ الله هاشمي

ښاغلي هاشمي وویل:

"که څه هم په پیل کې دا تمه نه کېده چې د نوم لیکنې په پروسه کې د خلکو ګډون دې اوسني حد ته ورسېږي، خو خلکو په دغه پروسه کې په لویه کچه نوم لیکنه وکړه او ګڼو کسانو له موږه د نوماندۍ لپاره فورمې هم اخیستې، په ټوله کې دغه پروسه موږ ښه ارزوو."

ښاغلي هاشمي دغه شان په زیات شمېر کې د سټیکرونو د چاپ په اړه راپورته شوې اندېښنې بې ځایه وبللې او وايي، اضافي سټیکرونه به د رسنیو په حضور کې قرنتین شي.

دا په داسې حال کې ده چې پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونو اندېښنه ښودلې چې کمېسیون ۹ میلیونه کسانو ته په راتلونکو انتخاباتو کې د ګډون لپاره چمتووالی ښودلی و، خو سټیکرونه یې ۱۸ ميلیونه چاپ کړي دي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون ویاند علي رضا روحاني هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوی ته هم د انتخاباتي پروسې په اړه شکایتونه رسېدلي دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانو انتخاباتو بنسټ بیا وايي چې د راتلونکو انتخاباتو د شفافیت په اړه د دوی اندېښنې ورځ تر بلې زیاتېږي.

یوسف رشید
یوسف رشید

د دغه بنسټ اجراییوي مشر یوسف رشید وایي:

"د کمېسیون کارکوونکو خپلې اصلي دندې چې هغه د کمپاینونو، رأیې ورکونکو او نوماندانو لپاره د پروسیجرونو جوړول دي، پریښي او ځانونه یې په یوې وړې موضوع چې د دارالانشا مسئله ده، مصروف کړي دي."

د ښاغلي رشید په خبره، روان وضعیت ته په کتو که څه هم په پوره توګه د شفافو انتخاباتو ترسره کېدل په افغانستان کې ممکن نه دي، خو که کمېسیون خپلې چارې ښې مدیرت کړي، د داسې انتخاباتو تر سره کول چې له نسبي اعتباره برخمن وي، هم نا شوني نه دي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG