د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۸

د ملي شورا د ځینو غړو په کورونو کې د تذکرو د پلور او وېش په اړه د مشرانو جرګې غبرګون


د مشرانو جرګې ځيني غړي وايي، د ملي شورا يو شمېر غړي د مافیايي کړیو په شان عمل کوي او په خپلو کورونو کې یې د تذکرو پلور او وېش پيل کړی دی.

د ملي شورا د يو شمېر غړو په کورونو کې د تذکرو پلور او وېش د مشرانو جرګې تند غبرګونونه راپارولي دي.

د دغې جرګې ځيني غړي دغه چاره د خلکو له اقتصادي کمزورۍ ناوړه استفاده بولي او وايي چې که يې مخه ونه نیول شي، نو انتخابات به د مافیايي کړیو لاس ته ولوېږي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې اداري پلاوی دغه عمل جرم بولي او په وړاندې یې د کلکو اقداماتو غوښتنه کوي.

د دې جرګې لومړي مرستیال محمد عالم ایزدیار چې د مشرانو جرګې د يکشنبې د ورځې د عمومي غونډې مشري يې کوله، وویل چې د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر باید وغځول شي.

محمد عالم ایزدیار
محمد عالم ایزدیار

دی زیاتوي:

"موږ په جدي ډول د کمېسيون رئیس ته وایوو چې دغه موضوع په دقیق ډول وڅاري او د تذکرو وېش او د نوم لیکنې بهیر ته دې پاملرنه زیاته کړي، ځکه دغه مسئله په پای کې ډېرې بدې پایلې لرلای شي، د جوزا په اومه نېټه باید د نوم لیکنې بهیر ونه درول شي، موږ د نا امنو سیمو ترڅنګ، حتا په امن سیمو کې هم د دغه بهیر غځېدل غواړو."

خو له دې ټولو سره سره د مشرانو جرګې غړي وايي، د ملي شورا د يو شمېر غړو کورونه د تذکرو د پلور او وېش په مرکزونو بدل شوي او هغه کسان چې له دې لارې غواړي بریالي شي، د ټاکنو کمېسيون دې یې د اسنادو او شواهدو سره رد کړي.

د دغې جرګې يو تن غړی ګل احمد اعظمي وایي:

"عمده ننګونه ناامني ده، په ځانګړي ډول په لېرو پرتو ولایتونو او سیمو کې چې زورواکي او مافیايي کړۍ د ډموکراسۍ خلاف دي، څنګه چې تاسو د تذکرو پېر او پلور ته اشاره وکړه، دغه لړۍ دوام لري او هغه کسان چې تذکره پېري او هغه چې يې پلوري، وطن دوسته خلک نه دي."

بل خوا سناتوره ګلالۍ اکبري وايي، له دې چارې سره د انتخاباتو د کمېسيون خپلواکي تر پوښتنې لاندې ده او د دغه کمېسون په ناتوانۍ سره د انتخاباتو شفافیت هم تر پوښتنې لاندې راځي.

خو دا چې د نوم لیکنې د بهیر د غځولو او په دې برخه کې د غېر قانوني کړنو د مخنیوي لپاره د انتخاباتو خپلواک کمېسيون څه پلان لري، هڅه مو وکړه چې په دې اړه د دوی نظر واخلو، خو د دغه کمېسیون مسؤلینو زموږ اړیکو ته ځواب ورنه کړ.

د دې ترڅنګ د انتخاباتو د امنیت ټینګښت، د حساسو مواد کمښت او په يو شمېر ولایتونو کې تړلي مرکزونه هغه نورې ستونزې دي چې د مشرانو جرګې غړي ورته ګوته نیسي.

دا په داسې حال کې ده چې يوه ورځ مخکې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون له خوا د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر پيل شو.

بل خوا د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، کوم کسان چې د انتخاباتو په برخه کې غېرې قانوني کړنې کوي، که هغه هر څوک وي، قانوني چلند به ورسره وشي.

نجیب دانش
نجیب دانش

نوموړي وویل:

"موږ ټولو کشفي او استخباراتي ارګانونو ته دنده سپارلې، څو هغه کسان چې غېر قانوني کړنې کوي او د خلکو له اقتصادي ناتوانۍ ناوړه ګټه پورته کوي او د پیسو په بدل کې ترې تذکرې اخلي، په نښه کړي، که داسې موارد کشف شي، نو له اړوندو کسانو سره به قانوني چلند وشي."

که څه هم د کورنیو چارو وزارت د انتخاباتو د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي او دا خپل لومړیتوب ګني، خو د مشرانو جرګې يو بل غړی فرهاد سخي وايي، په داسې حالاتو کې چې ناامنۍ په ولایتونو کې ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دي، د سراسري او شفافو انتخاباتو ترسره کېدل ډېر شوني نه ښکاري.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG