د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

په غزني او ځینو نورو ولایتونو کې د نوم لیکنې د بهیر په اړه اندېښنې!


د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی په غزني او يو شمېر نورو ولایتونو کې د رأیو ورکوونکو د نوم لیکنې د ولاړ بهیر په اړه اندېښنه ښيي.

د دغې جرګې دوهم مرستیال امیرخان يار د دې جرګې د شنبې د ورځې په عمومي ناسته کې د انتخاباتو له خپلواک کمېسيون او له افغان حکومته وغوښتل چې په غزني او يو شمېر نورو ولایتونو کې دې د نوم لیکنې د بهیر د پېلولو لپاره اقدامات وکړي.

امیرخان يار
امیرخان يار

نوموړي زیاته کړه:

"د غزني په اړه چې د انتخاباتو بهیر په کې تر اوسه په ټپه ولاړ دی، د انتخاباتو خپلواک کمېسيون او له حکومته مو دا غوښتنه ده چې حل لاره ورته پیدا کړي، څو انتخابات سراسري شي."

د ولسي جرګې د غړو په خبره، د هېواد په يو شمېر ولایتونو کې د ناامنیو او نورو لاملونو له امله د نوم لیکنې زیاتره مرکزونه تړلي دي چې که دغه ستونزه هواره نشي، نو خلک به د رأیې ورکونې له حقه بې برخې پاتې شي.

په ولسي جرګه کې د کندز د خلکو استازې فاطمه عزیز وايي، په کندز کې دا مهال له سلو ډېر مرکزونه د ناامنیو له وجې تړلي دي چې باید ورته جدي پاملرنه وشي.

بل خوا د غزني د مرکز او ولسواليو ګڼ شمېر اوسېدونکو له تېرو شااوخوا ۴۰ ورځو
راهیسې د اعتراض په ډول په دغه ولایت کې د ټاکنو د کمېسيون دروازه
تړلې او د یاد دفتر مخې ته یې د پرلت خېمه وهلې.

دوی وايي، انتخابات دې حوزوي شي، پر تذکرو دې سټیکرونه نه لګېږي، د ټاکنو د کمېسيون په مامورینو کې دې ټولو قومونو ته یو ډول ونډه ورکړل شي او په ناامنه
ولسواليو کې دې د ټاکنو لپاره زمینه برابره شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون وايي، د غزني ولایت اوسېدونکو دې غوښتنو ته په کتو د دغه ولایت د نوم لیکنې د مرکزونو د خلاصون موضوع د نورو ولایتونو په پرتله څه نا څه جدي ده.

د دغه کمېسيون کمينشر سید حفیظ الله هاشمي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د اړوندو ارګانونو په همکارۍ هڅه کوي، څو هغه مرکزونه چې په بېلابېلو ولایتونو کې تړلي پاتې دي، خلاص کړي.

سید حفیظ الله هاشمي
سید حفیظ الله هاشمي

هاشمي وویل:

"په هر حال که د نوم لیکنې لپاره ټاکلې موده پای ته رسېږي او بیا هم ستونزه نه هوارېږي، نو کمېسيون به ورته ځانګړی میکانیزم جوړوي، څو د خلکو حق ونه خوړل شي، د غزني د ستونزې د حل لپاره زه خپله هلته تللی وم او راپور مې کمېسيون ته سپارلی او موضوع مې ولسمشرۍ ماڼۍ سره هم شریکه کړې چې د دغې ستونزې په هواري کې همکاري وکړي."

خو له دې ټولو سره سره د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ يا فیفا اجرائیوي رئيس یوسف رشید وايي، حکومت او د انتخاباتو کمېسيون باید تر وروستي بریده هڅه وکړي چې انتخابات سراسري شي او خلک د رأیې ورکونې له حقه محروم نشي.

د ده په خبره، د امنیتي بنسټونو او ټاکنو کمېسيون ترمنځ همغږي کولای شي چې د يادې ستونزې له هواري سره مرسته وکړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG