د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو په اړه د کابل ورځپاڼو تبصرې


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو په اړه یو شمېر لیکنې او سرلیکنې چاپ کړي دي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په‎دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د خلکو، سیاسي ګوندونو او جریانونو غوښتنو او د انتخاباتو د څار د بنسټونو اندېښنو ته په نه پاملرنې سره د انتخاباتو بهیر په مشکوک ډول پر مخ وړي.

په سرمقاله کې راغلي، اوس پوښتنه دا ده چې روان وضعیت ته په کتو سره به د میزان د میاشتې د ۲۸مې نېټې د انتخاباتو برخلیک څه وي؟

د ورځپاڼې په باور دا شان انتخابات چې حکومت او کمېسیون یې غوښتونکي دي، نه یوازې دا چې د روان بحران د هواري لار نه‎ده، بلکې د بل لوی بحران رامنځته کولو ته هم زمینه برابروي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپانې په خپل یو مطلب کې لیکلي، د انتخاباتو د بهیر په وړاندې باید ملي لید لوری موجود وي.

په مطلب کې وړاندې راغلي، د رأیو ورکوونکو نوم‎لړ پنځو میلیونو کسانو ته نېږدې شوی او دا ښيې چې انتخابات د یوه ډیموکراټیک ارزښت په توګه د خلکو اعتماد خپلولی شي.

د مطلب د لیکونکي په باور که څه هم د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو د روان بهیر په اړه انتقادونه موجود دي خو په خبره‎یې دا په کمېسیون پورې اړه لري چې په خپل کار سره څرنګه دغه انتقادونه لېرې کولی او د خلکو قناعت تر لاسه کولی شي.

په مطلب کې راغلي چې خلک له کمېسیون او سیاسي جریانونو او ګوندونو غواړي چې د ستونزو د هواري په هدف خبرې او مشورې وکړي.

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز خپلواکې ورځپاڼې هم د انتخاباتو په اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي دي.

ورځپاڼه لیکلي، تراوسه حکومت د انتخاباتو د بهیر په پیاوړي کولو کې ناهیلې کوونکی رول لوبولی دی.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، امنیت د انتخاباتو په وړاندې یو جدي ګواښ دی او تردی مهم بیا له کمېسیون سره سیاسي چلند کول دي چې دا چلند لا هم روان دی.

د سرمقاله لیکونکي په باور، پرته له شکه چې دا انتخابات لا پیچلې کولی شي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د انتخاباتو د موضوع په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، د انتخاباتو پایلې چې هر څنګه وي؛ وي به، خو د انتخاباتي کمپاین پر مهال تر ډېره ملي شعارونه تاوده شي، د ملي ګټو د دفاع ژمنې تازه شي او د ولس اصلي دردونه یادېږي.

په سرمقاله کې راغلي، اوس یو ځل بیا د ولس رأی ته اړتیا ده نو طبیعي ده چې باید د پردیو چاکران بېرته د هېواد او ولس د دفاع خبرې وکړي په خپله اصلي څېره ملي نقاب راکش کړي او دغه شان د اصولو، وړتیاوو، خدمتونو او ټولنې د ارزښتونو شعارونه بدرګه کړي.

XS
SM
MD
LG