د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۴

د انتخاباتو کمېسیون: د انتخاباتو د ترسره کېدو پروسه په بریالیتوب مخ ته ځي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د انتخاباتو د ترسره کېدو پروسه په بریالیتوب مخ ته ځي.

په داسې حال کې چې د راتلونکو انتخاباتو پر پروسې انتقادونه پر خپل ځای او لا په ډېرېدو دي، خو دغه کمېسیون د دغې پروسې د بریالیتوب په اړه خبرې کوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۹» په کابل کې له ځوانانو سره یوې ناستې ته وویل چې هره ورځ له ۱۵۰ زرو څخه تر ۲۰۰ زرو پورې کسان په راتلونکو انتخاباتو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه کوي.

ګلاجان عبدالبدیع صیاد
ګلاجان عبدالبدیع صیاد

دی وایي:

"دغه پروسه د امنیتي ځواکونو په قربانۍ سره د کامیابۍ پر لور د حرکت په حال کې ده، همدا اوس د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې شمېره ۴،۵ میلیونه تنو ته رسېږي او هیله لرو چې دغه شمېره ۶ میلیونه تنو ته ورسېږي."

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د نوم لیکنې په شمېر کې د زیاتوالي لاملونه د نوماندانو د ثبت د لړۍ پیل او همداراز د انتخاباتي حوزو د وړو کولو د برخلیک روښانه کول په ګوته کوي.

خو پر انتخاباتو د څار ځیني بنسټونه د نوم لیکنې د پروسې ارقام دقیق او معتبر نه‌ګڼي او وايي چې د دغو شمېرو د وړاندې کولو لپاره مېکانیزم نه‌شته.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ رئیس محمد نعیم ایوب‌زاده ازادي راډیو ته وویل، دغې ستونزې دوی اندېښمن کړي او د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې د پروسې شفافیت تر پوښتنې لاندې راولي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پخوانیو رئیسانو نجیب‌الله احمدزي او فضل احمد معنوي هم ویلي دي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د شمېرو په خپرولو کې مبالغه کوي.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یو کمېشنر سید حفیظ‌الله هاشمي دغو اندېښنو ته په ځواب کې وايي چې د کمېسیون له‌خوا اعلان شوې شمېرې مسؤلانه دي او په دغې برخه کې یو روښانه مېکانیزم او معلوماتي بانک موجود دی.

په ورته وخت کې ښاغلی هاشمي وايي، تر اوسه ۲۳۰۰ کسانو ولسي جرګې ته او ۲۰۰۰ نورو کسانو د ولسوالیو شوراګانو ته د کاندیدۍ فورمې اخیستې دي.

د دغو کمېسیون مسؤلینو له وسله‌والو طالبانو هم وغوښتل چې خلکو ته د نوم لیکنې اجازه او فرصت ورکړي او په دوی یې هم غږ وکړ چې په دغه بهیر کې برخه واخلي.

خو د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې له دغه بهیر سره مخالفت ښودلی دی.

افغان امنیتي مسؤلینو ډاډ ورکړی چې د انتخاباتو له پروسې به هر اړخیز ملاتړ وکړي.

له دې سره د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي د چهارشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د انتخاباتو په روانه پڅه پروسه اندېښنه څرګنده کړه او ويې‌ویل چې راتلونکي انتخابات باید په افغانستان کې د یو بل کړکېچ سبب نه‌شي.

عبدالرؤف ابراهیمي
عبدالرؤف ابراهیمي

نوموړي وویل:

"لږ تر لږه موږ باید داسې انتخابات ولرو چې ستونزې حل کړي، نه داسې چې خدای مه‌کړه داسې انتخابات تر سره شي چې نه‌يوازې ستونزې حل نه‌کړي، بلکې نور هم کړکېچونه زیات کړي."

په ورته وخت کې د ولسي جرګې یو بل غړی غلام حسین ناصري وايي، ناامنیو، په کمېسیون کې لاسوهنو او کمزوري مدیریت ته په کتو که انتخابات په همدې شکل تر سره شي، نو باید د ولسواکۍ جنازه وکړل شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG