د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

ځیني سیاسي ګوندونه: حکومت او د ټاکنو کمېسیون دې انتخاباتي نظام ګوندی کړي


د افغانستان یو شمېر سیاسي ګوندونو په یوه اعتراضیه غونډه کې له حکومت او د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه وغوښتل چې انتخاباتي نظام ګوندي کړي.

د افغانستان یو شمېر ګوندونه او سیاسي خوځښتونه ادعا کوي چې د انتخاباتو اوسنی نظام بې‌کاره او فاسد دی او ملي شورا ته‌یې د خلکو د رښتینو استازو د ورتګ مخه ډب کړې ده.

دغه ګوندونه او سیاسي خوځښتونه چې شمېر یې ۳۵ ته رسېده، د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۷» په یوه خوله د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په وړاندې په یوه اعتراضیه غونډه کې د اوسني انتخاباتي نظام (SNTV) پر ځای د ګوندي نظام وړاندیز وکړ.

دوی په یوه شپږ ماده‌ییزه اعلامیه کې خبرداری ورکړ چې که یې غوښتنې ونه‌منل شي، سړکونو ته به ووځي او پراخ سوله‌ییز لاریونونه به وکړي.

د دغې اعلامیې په یوه برخه کې چې د فیض‌الله ساپي له‌خوا ولوستل شوه، داسې راغلي:

"په پارلماني انتخاباتو کې دې هر ولایت د یوې انتخاباتي حوزې په توګه ومنل شي، ګوندونه او ائتلافونه باید د ولایتونو په کچه د خپلو نوماندانو لېستونه اعلان کړي، رأی شمېرنه دې هم په خپل ولایت کې وشي، ګوندونه او ائتلافونه کولای شي چې د ټول هېواد په کچه ۲۵۰ تنه نوماندان معرفي کړي، د انتخاباتو په ولایتي کمېسیونونو او مرکزي کمېسیون کې دې د سیاسي ګوندونو د څارنې خونې د رامنځته کولو له لارې دې د انتخاباتو د کلکې څارنې زمینه برابره شي."

دغه ګوندونه او سیاسي خوځښتونه وايي، دوی تر ګڼو بحثونو وروسته د ګوندي انتخاباتي نظام طرحه چمتو کړې او په جمهوري ریاست سربېره‌یې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون، یوناما او نورو اړوندو ارګانونو ته سپارلې ده.

دغه ګوندونه غوښتنه کوي چې له ټاکنو د پوره څارنې لپاره دې په مرکز او ولایتونو کې د څارنې یوه خونه او د رأیو د ضایع کېدلو د مخنیوي په هدف، ټاکنیز ائتلافونه جوړ شي.

د افغانستان اوسنی انتخاباتي نظام چې (SNTV) هم ورته ویل کېږي، غیر ګوندي نظام دی چې هر څوک کولای شي په انفرادي ډول ولسي جرګې، ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ته ځانونه نوماند کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د روان لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۸مه ترسره کېږي.

په دغو انتخاباتو کې د خلکو د ګډون په هدف، د روان لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۵مه د رأیو ورکوونکو د نوم لیکنې او د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ ورته د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر هم پيل شو.

په همدې حال کې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د کابل ولایتي مسؤل اول‌الرحمن رودوال د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، نه‌یوازې دا چې په افغانستان کې سیاسي ګوندونه سراسري نه‌دي، بلکې د ګوندي انتخاباتو د نظام لپاره‌يې معیارونه هم نه‌دي بشپړ کړي، نو ځکه اوس‌مهال د دغې طرحې عملي کول ستونزمن دي.

د دغه کمېسیون یو کمېشنر سید حفیظ‌الله هاشمي هم تېره ورځ رسنیو ته ویلي وو چې اوس‌مهال عملاً د ټاکنو پروسه پیل شوې ده او په سیستم کې هر ډول بدلون به په پروسه کې د ګډوډۍ لامل شي.

په ورته وخت کې د افغانستان جمهوري ریاست مني چې د ګوندي انتخاباتي نظام طرحه دوی ته سپارل شوې، خو وايي چې حقوقي څېړنې ته اړتیا لري.

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل:

"سیاسي ګوندونو له ولسمشر سره په کتنه کې خپلې یو شمېر غوښتنې مطرح کړې وې، خو دا غوښتنې حقوقي ارزونو ته اړتیا لري، نو دغه ارزونې به ترسره شي چې څه حل لاره به ورته وموندل شي."

خو د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه بیا دغه طرحه ګټوره ګڼي او وايي چې په ولسواکۍ کې د سیاسي ګوندونو ونډه اخیستنه اړینه ده.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي، خو دا چې په اوس وخت کې د سیاسي ګوندونو له‌خوا مطرح کېږي، نو پلي کول‌يې ځکه له امکانه لیرې خبره ده چې انتخاباتو ته کمه موده پاتې ده.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG