د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

د جعلي تذکرو د وېش د مخنیوي لپاره د نفوسو د احوالو ثبتولو ادارې نوې هڅې


ارشیف
ارشیف

په داسې حال کې چې د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې د نفوسو د احوال ثبتولو له مرکزونو نه، خلکو ته د جعلي تذکرو د وېشلو په اړه شکایتونه کېږي، د افغانستان د نفوسو د احوال ثبتولو اداره وايي هڅې یې تېزې کړي چې د تابعیت د جعلي تذکرو د وېشلو مخه ونیسي.

دا اداره وايي، د دغې ادارې هر کارکوونکی او نور کسان که د جعلي تذکرو په وېشلو کې ښکېل وګڼل شي، عدلي او قضايي ارګانونو ته به‎يې وروپېژني.

د افغانستان د نفوسو د احوال ثبتولو د ادارې رئیس همایون محتاط د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۰» په کابل کې خبریالانو ته وویل، د افغانستان د اتباعو د تذکرو اعتبار، د شخص د احوال ثبتولو مرکز پورې اړه لري او هره تذکره چې د احوال د ثبت اساس ونه‎لري، باطله اعلانېږي.

ده دا هم وویل چې په‎دې برخه کې به له قانون سرغړوونکي سره جدي چلند وشي.

همایون محتاط
همایون محتاط

ښاغلي محتاط زیاته کړه:

"په قانون کې د دوو تذکرو لرل جرم ګڼل شوی. موږ له امنیتي او کشفي ارګانونو وغوښتل چې هر زورواکی چې زموږ ټیمونو غیر قانوني کار ته اړ باسي، موضوع دې وارزوي او مخه دې ونیسي. زموږ ادارې دغه اقدام وکړ. که زموږ هر کارکوونکی چې په هره سطحه کې وي او دا کار وکړي، عدلي او قضايي ارګانونو ته به وروپېژندل شي."

ښاغلي محتاط دا هم وویل چې د هېواد په اوسنیو شرایطو کې خلکو ته د کاغذي تذکرو وېشل، د راتلونکو انتخاباتو لپاره یوه ساده او اسانه لاره وه چې افغان کابینې تصویب کړې او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون منلې ده.

د افغانستان د نفوسو د احوال ثبتولو د ادارې د معلوماتو له مخې د هېواد هغو اتباعو چې پخوا تر دې یې د تابعیت تذکرې نه‌لرلې، د تېر لمریز کال د دلوې میاشتې له لومړۍ نېټې نه شااوخوا ۴ میلیونو او پنځه لکو کسانو ته نوې کاغذي تذکرې ورکړل شوې دي.

هره تذکره چې د احوال د ثبت اساس ونه‎لري، باطله اعلانېږي.

د دغې ادارې مسؤلینو وویل، په ټول هېواد کې د دوی د تذکرو د وېش ۴۲۰ دفترونو موجود دي چې د راپورونو له مخې هره ورځ شااوخوا ۵۰ زره کسان نوې کاغذي تذکرې اخلي.

دغه اداره وايي، اټکل‌یې کړی و چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو تر رسېدو به، ۱۰ میلیونه کاغذي تذکرې ووېشل شي.

د یادې ادارې مسؤلین د کاغذي تذکرو د وېش لړۍ بریالۍ ګڼي او ډاډ څرګندوي چې له ټاکلي تخمین نه به زیاتې تذکرې ووېشل شي.

د افغانستان د نفوسو د احوال ثبتولو د ادارې مسؤلینو دا هم وویل چې په کومو ولسوالیو کې چې د ناامنیو له امله په‎کې د دغو تذکرو وېش ناممکن دی، زرګونه کسانو د ولایتونو په مرکزونو کې تذکرې اخېستي چې دغه لړۍ اوس هم روانه ده.

دا په‎داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې غړي داوود کلکاني او میرویس یاسیني اسناد وړاندې کوي چې د دغو تذکرو په ځینو دفترونو کې خلکو ته جعلي تذکرې وېشل شوې دي.

سربېره پر دې د ولسي جرګې یوه بل غړي سخي مشواڼي ازادي راډیو ته وویل، په ځینو مرکزونو کې اوس هم د جعلي تذکرو وېشل روان او د نفوسو د احوال ثبتولو اداره‌یې مخه نه‎شي نیولی.

دی وايي:

"په ټول افغانستان کې جعلي تذکرې واخیستل شوې، حتی ځینو کسانو تر ۱۰ تذکرو پورې هم ترلاسه کړي. په کونړ ولایت کې هم ځیني کاندیدان په شخصي کورونو کې فورمې اخلي، هېڅ تضمین نه‎شته. له یوې جعلي تذکرې نه نورې جوړېږي. د دغو جعلي تذکرو مخنیوی ډېره ګرانه خبره ده."

ښاغلی مشواڼی وايي، د نفوسو د احوال ثبتولو اداره ممکن ډېر وروسته په ځینو حالاتو کې جعلي تذکرې ومومي او باطلې یې اعلان کړي، خو اوس انتخابات رانږدې دي چې د دغې پروسې شفافیت به زیانمن کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG