د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۲

ولسي جرګې د انتخاباتو کمېسیون او د ثبت احوال نفوس ادارې چارواکي استجواب کړي و


د افغاستان د ولسي جرګې غړي وايي، د امنیت نه شتون، د کمېسیون په کارونه کې مداخله، د جعلي تذکرو جوړول او ورباندې سټکرونه لګول راتلونکي انتخابات بحراني کوي او د دوی په وینا افغانستان به د سقوط په لوري بوځي.

د دغو ستونزو په خاطر د شنبې په ورځ ولسي جرګې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او د وګړو د احوال د ثبت ادارې چارواکي استجواب کړي و.

وکیلانو ویل داسې اسناد او شواهد په لاس کې لري چې له مخې یې تذکرې او سټیکرونه جعلي جوړېږي او هم ځینې زور واکي د تذکرو او نوم لیکنې مرکزونه کورونو ته وړي او په خپله خوښه تذکرې جوړوي او سټیکرونه ورباندې لګوي.

د ولسي جرګې غړي داود کلکاني وویل:

داود کلکاني
داود کلکاني

"د کابل په ښار کې د حکومت تر سترګو لاندې سټیکر او تذکرې ټول په جعلي ډول جوړېږي او خلکو ته په واک کې ورکول کېږي."

د دغې جرګې بل غړي محمد اکبر ستانکزي وویل، د لوګر په یوشمېر ولسوالیو کې هېڅ نوم لیکنه نه ده شوې او په خبره یې د انتخاباتو د خپلوا ک کمېسیون سیمه ییز دفتر د سوداګرۍ په مرکز بدل شوی:

"د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې په یوه تذکره هم سټیکر نه دی لګول شوې، په برکي برک کې ۲۶ تذکرې او په خروار والسوالۍ کې ۷ تذکرې سټیکر شوي، د ولسوالیو شوراګانو لپاره به څنګه انتخابات وشي."

د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د روان لمریز کال د مېزان د میاشتې په ۲۸ نېټه ترسره کېږي.

په دغو انتخاباتو کې د خلکو د ګډون په هدف د روان لمریز کال د حمل د میاشتې پر ۲۵ نېټه دنوم لیکنې بهیر پيل شوی او شنبې په ورځ نن ورته د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر هم پيل شو.

د وګړو د احوالو د ثبت د ادارې رئیس همایون محتاط د ولسي جرګې ته وویل چې له دوی سره دغه اسناد نه دي شریک شوي او که څوک یې لري د ملي امنیت له ریاست سره دې شریک کړي:

همایون محتاط
همایون محتاط

"په دې برخه کې چې تذکرې جعلي دي او یا هم سپینې تذکرې د خلکو په واک کې ورکول کېږي، تراوسه هم موږ د داسې کومې پېښې شاهد نه یو چې کشفي او استخباراتي ادارو داسې یو څه کشف کړي وي."

په ورته وخت کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارلانشاء سرپرست اورنګ زیب وايي، په ټول افغانستان کې د ناامنیو او د موادو د نه رسېدو له امله له ۱۱۰۰ څه زیات د نوم لیکنې مرکزونه تړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"په ټوله کې ۴۴۹۱ مرکزونه دي، له دې جملې نه ۳۲۳۱ مرکزونه خلاص دي، ۴۲۸ مرکزونه سقوط دي، د لوړ امنیتي ګواښ له امله ۴۳۳ مرکزونه بند دي او د موادو د نه رسېدو له امله د ۳۰۰ په شا خوا کې مرکزونه تړل شوي دي."

ده زیاته کړه چې ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو لپاره د نوم لیکنې د بهیر له پیل څخه تر اوسه ۳۲۲۴۹۶ کسانو خپل نومونه لیکلي دي چې ۲۶۱۶۵۲ تنه نارینه، ۸۹۸۳۳۵ تنه ښځې، ۶۲زره کوچیان او ۴۵۹ تنه اهل هنود او سکان دي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي چې له پخوانۍ ژمنې سره سم به شفافو انتخاباتو ته لاره هواروي، خو دوی دا هم وايي چې په دې برخه کې د حکومتي مسؤلینو او خلکو مرسته اړینه ده.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG