د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

ټیفا: د انتخاباتو کمېسیون د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر ته لازمه امادګي نه لري


په داسې حال کې چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنې پیلېدو ته یوه ورځ پاتې ده، د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ «تیفا» انتقاد کوي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دغې پروسې د پیل لپاره لازمه امادګي نه لري.

د دغه بنسټ رئیس محمد نعیم ایوب زاده د جمعې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې اندېښنه وکړه چې د دغې پروسې په تخنیکي برخو کې ځینې ستونزې شته چې باید پام ورته وشي.

نعیم ایوب زاده
نعیم ایوب زاده

نوموړي زیاته کړه:

"داچې دغه پروسه پیلېږي هرکلی یې کوو، کمېسیون کولی شي پیل یې کړي، خو دا چې ډېر تخنیکي کارکوونکي باید ولري او ډیټابیس جوړ کړي، زموږ په باور د تخنیکي پلوه ورته بشپړتیاری نه دی نیول شوی، په دې پروسه کې نیمګړی مدیریت او نیمګري شفافیت یو ګواښ دی، هیله ده دغه کمېسیون وتوانېږي دغه پروسه په ښه توګه پرمخ یوسي"

ښاغلي ایوب زاده تاکید وکړ چې د دغې پروسې امنیت ته باید ډېر پام وشي او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هم د کاندیدانو د شمېر زیاتوالي ته په کتو، خپله بې طرفي وساتي.

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د مهال وېش له مخې، په پام کې ده چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو لپاره د کاندیدانو د نومونو لیکل د جوزا په ۵ د شنبې په ورځ په رسمي توګه پیل شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مسؤلین وايي، دوی به د جوزا له پنځمې نه د همدې میاشتې تر ۲۳ مې پورې، د کاندیدانو اسناد وارزوي او د انتخاباتي شکایتونو له کمېسیون سره به یې شریک کړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد مخکې له دې ازادي راډیو ته ویلي چې که د یو کاندید احوال د انتخاباتو د قانون له شرایطو سره سم نه وي، اسناد یې ارزول کېږي او له هغې وروسته یې ابتدايي او وروستی لېست اعلانېږي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پخوا تردې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر لومړی د ولایتونو په مرکزونو او بیا یې په ولسوالیو کې پیل کړ چې د راپورونو له مخې تر اوسه، څه باندې دوه میلیونو اته لکه کسانو نوم لیکنه کړې ده.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د انتخاباتو د ځینو څارونکو بنسټونو دغه انتقادونه چې ګواکې دغه کمېسیون، د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د کاندیدانو نوم لیکنې ته لازمه اماده ګي نه لري، ردوي او وايي چې په دې برخه کې هېڅ ستونزه نه شته.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یوه غړي سید حفیظ الله هاشمي په دې ازادي راډیو ته وویل:

سید حفیظ‌الله هاشمي
سید حفیظ‌الله هاشمي

"د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په بشپړه توګه اماده دی چې د شنبې په ورځ د کاندیدانو نوم لیکنه پیل کړي، زموږ کار کوونکي، دارالانشاء او د کمېسیون غړي په ۳۴ ولایتونو کې اماده دي، تاسې به شاهد اوسئ چې سبا دغه پروسه پیلېږي، هر هغه څه چې د کاندیدانو لپاره ضروري دي تیار شوي دي، زه نه پوهېږم چې دغه څرګندونې له کومه کېږي چې ګواکې ډیتابیس او کارکوونکي نه لرو."

ښاغلی هاشمي د انتخاباتو له ټولو څارونکو بنسټونو غواړي چې د انتقاد پرځای دې له کمېسیون سره مرسته وکړي او خلک دې په انتخاباتو کې د ګډون لپاره وهڅوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د اعلان سره سم، په پام کې ده چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات د روان لمریز کال د مېزان میاشتې پر ۲۸ ترسره شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG