د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

د انتخاباتو کمېسیون: شنبه به د انتخاباتو د کاندیدانو د نوم ثبتولو بهیر پیل شي


ټاکل شوې ده چې د شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۵» د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د کاندیدانو د نوم ثبتولو بهیر پیل شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، هغه کسان دې د شنبې په ورځ په کابل او د ولایتونو په مرکزونو کې د دوی دفترونو ته ورشي چې راتلونکو انتخاباتو ته ځان کاندیدوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد ازادي راډیو ته وویل:

"د جوزا له پنځمې تر ۲۳مې پورې د کاندیدانو اسناد ترلاسه کوو. دغه اسناد به بیا ارزیابي کېږي، د شکایتونو له کمېسیون سره به شریک کېږي، که چېرته له هغو شرایطو سره چې قانون د کاندید لپاره په نظر کې نیولي چې عمر یې څومره او په کوم جرم محکوم شوی نه‎وي، د داسې مواردو له پلټنې وروسته به د کاندیدانو ابتدایي بیا نهایي لېست اعلان شي."

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد

ښاغلي صیاد په‎داسې حال کې دا اعلان کوي چې د کمېسیون دننه غړي پر روان بهیر انتقاد لري.

د کمېسیون مرستیال معاذ‎الله دولتي ادعا کړې ده چې ولسمشر د دوی په چارو کې مداخله کوي.

دغه تور د ولسي جرګې یو شمېر اوسني غړي هم اندېښمن کړي دي.

په‎دې ډله کې پرون چهارشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۲» ظهیر سادات د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وویل:

"​په ارګ کې ځینې کړۍ او په خاصه توګه ولسمشر غواړي، هغه کسان چې د انتخاباتو په ترسره کېدو کې حد اقل شفافیت په پام کې نیسي، له مخې لیرې کړي څو د خپلې خوښې کسان پارلمان ته راولي."

له اصولو سره سم په‎کار دي چې د کمېسیون دننه اختلافات د رأیو د اخیستو له لارې حل شي، خو د ولسمشر د مداخلې تور د کمېسیون رئیس بې‌بنسټه وباله.

ښاغلي صیاد وویل:

"دا خبره زه په کلکه ردوم، کېدای شي دا د ده شخصي نظر وي، د افغانستان ولسمشر او د دولت مشرتابه هېڅ‎کله د دې هڅه نه‎ده کړې چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په چارو کې مداخله وکړي."

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د تلې په ۲۸مه نېټه په هغو حوزو کې ترسره شي چې په تېرو انتخاباتو کې ټاکل شوې وې، یعنې هر ولایت دې یوه حوزه وي او د کوچیانو د ۱۰ څوکیو او د هندوانو او سکانو د یوې څوکۍ لپاره ټول افغانستان یوه انتخاباتي حوزه.

XS
SM
MD
LG