د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

د راتلونکو انتخاباتو د امنیت په اړه د انتخاباتو د کمېسیون اندېښنې!


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د راتلونکو انتخاباتو د شفافیت لپاره په‌کار ده چې امنیتي ارګانونه، د انتخاباتي مرکزونو د امنیت خوندیتوب تضمین او د تذکرو د وېش اړوندې ادارې، خپل فعالیتونه ګړندي کړي.

دغه کمېسیون وايي، سره له دې چې د دوی له‌خوا د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو لپاره مسلکي، تخنیکي او بودجوي تیاریانې بشپړې شوي، خو امنیتي اندېښنې اوس هم موجودې دي.

د ولسي جرګې رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې په استماعیه غونډه کې د د راتلونکو انتخاباتو په برخه کې ځینې اندېښنې بیان کړې.

ګلاجان عبدالبدیع صیاد
ګلاجان عبدالبدیع صیاد

ښاغلي صیاد زیاته کړه:

"کومې اندېښنې چې موږ یې لرو یوه‌یې د انتخاباتو د کمېسیون د ولایتي دفترونو ساتنه ده، دوه اوونۍ مخکې دوه ځلې په لغمان ولایت کې زموږ پر دفتر برید وشو، بله اندېښنه د تذکرو وېش دی چې مربوطې ادارې يې باید پر وخت ترسره کړي، بله اندېښنه د انتخاباتو په پروسه کې د زورواکو مداخله ده، په ځینو ولایتونو دغو زورواکو زموږ پر ولایتي رئیسانو فشار راوړلو چې انتخاباتو پروسې ته د دوی کسان وګمارو."

ښاغلي صیاد وویل چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره د رأی ورکولو ۷۳۶۷ مرکزونه په پام کې نیول شوي دي چې لېست‌یې امنیتي ارګانونو ته سپارل شوی دی.

ده دا هم وویل چې د تېرو انتخاباتو ۲۱ میلیونه کارتونه‌یې لغوه کړي او پر ځای به‌یې رأی ورکوونکو ته، نوي کارتونه ورکړل شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ولسي جرګې ته د دغه کمېسیون د فعالیتونو د راپور ورکولو پر مهال دا هم وویل چې د رأی ورکوونکو د نومونو د لیکلو لپاره‌یې تر اوسه ۱۲۰۰۰موقت کار کوونکي استخدام کړي او ۲۰ زره نور به هم استخدام کړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د مسؤلینو د معلوماتو له مخې، د دغو انتتخاباتو لپاره ۳۰ میلیونه ډالره په پام کې نیول شوي چې ۱۰ فیصده‌یې دولت او ۹۰ فیصده‌یې مرستندویو هېوادونو او مؤسسو تضمین کړي دي.

د یاد کمېسیون رئیس وویل چې دوی خپلې اندېښنې له امنیتي ارګانونو او د دولت له نورو ارګانونو سره شریکې کړي چې د هغوی ډاډ یې هم ترلاسه کړی دی.

د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ویلي چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره‌یې بشپړې تیاریانې نیولې دي.

همدارنګه د نفوسو د ثبت د احوالو ادارې هم ویلي چې د الکټرونیکي تذکرو د بایومټریک پروسه پیل شوې او د کاغذي تذکرو د وېش لړۍ روانه ده.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د راتلونکو انتخاباتو نېټه د روان میلادي کال د میزان ۲۸مه اعلان کړې، خو د هېواد روان امنیتي او سیاسي وضعیت ته په کتو سره، ایا دغه انتخابات به پر ټاکلې نېټه ترسره شي او که نه؟

د افغانستان د شفافو انتخاباتو د څار بنسټ "تیفا "وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر اوسه نه‌دی توانېدلی چې خپل کورني تشکیلات بشپړ کړي.

نعیم ایوب زاده
نعیم ایوب زاده

د دغه بنسټ رئیس محمد نعیم ایوب‌زاده ازادي راډیو ته وویل:

"نا امني د انتخاباتو لپاره یو لوی ګواښ دی، تر نن نه پورې د دغه کمېسیون او د شکایتونو د اورېدو د کمېسیونونو د دارالانشاء رئیسان نه‌دي ټاکل شوي، د ۱۰ ولایتونو، ولایتي مسؤلین ګمارل شوي نه‌دي، تخنیکي کارکوونکي يې لږ دي چې دا د کمېسیون د عملیاتي پروګرامونو د مدیریت لپاره یوه تخنیکي ستونزه ده."

سره له دې چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئيس ولسي جرګې ته د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه، د دوی له‌خوا د هر ډول تیاریو ډاډ ورکړ، خو د ولسي جرګې ځیني غړي له هغه سره پر ټول چمتووالي موافق نه‌وو، خو ناامني یې د انتخاباتو لپاره یو ستر ګواښ یاد کړ.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG