د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

راتلونکي انتخابات او د افغان سولې په تړاو د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو نن تر ډېره د ملي شورا د راتلونکو انتخاباتو د نېټې د اعلان په اړه غبرګونونه او په سعودي عربستان کې د افغان سولې په تړاو د یوې بلې غونډې جوړېدل راخیستي دي او بېلابېلې لیکنې یې پرې کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي دي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د پخوا په څېر ویلي چې په اعلان شوې نېټه انتخاباتو ته ژمن دی، خو د پخوا په څېر د دې ژمنې د ماتېدو امکان موجود دی.

ورځپاڼې لیکلي دي، که انتخابات د تلې په ۲۸مه ترسره شي او که له څو میاشتو ځنډ وروسته، خو خبره دا ده چې د انتخاباتو په تړاو پراخې اندېښنې لا هم پر خپل ځای پرتې دي.

ورځپاڼې د خپلې تبصرې په پای کې لیکلي، که اراده وي، حکومت په رښتیا راڼه انتخابات غواړي، په امنیت او نورو چارو کې به په رښتیا مرسته وکړي، د انتخاباتو په چارو کې به لاس‎وهنه ونه‎کړي او انتخاباتي کمېسیونونه هم خپله خپلواکي وساتي، نو د دې چانس شته چې نسبي سراسري او راڼه انتخابات وشي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي دي چې ملګرو ملتونو د ملي شورا او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د نېټې د اعلان هرکلی کړی او لیکلي یې دي چې راڼه او د ټولو په ګډون جوړېدونکي انتخابات هغه څه دي چې په افغانستان کې د سیاسي واک د لېږد د ډموکرات بهیر څرګندویي کوي.

ورځپاڼه لیکي چې نه‌یوازې د انتخاباتو پر ورځ، بلکې د انتخاباتو په ټوله پروسه کې د خلکو پراخ ګډون حتمي دی.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د راتلونکو انتخاباتو د نېټې د اعلان په اړه په خپل یو مطلب کې د ولسي جرګې د ځینو غړو او رئیس دا انتقادونه راخیستي دي چې ګواکې د انتخاباتو کمېسیون د ملي شورا او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کولو نیت نه‎لري.

ورځپاڼه لیکي:

د ولسي جرګې رئیس پر ولسمشر او اجرائیه رئیس چې د ده په وینا په انتخاباتو باور لري، غږ وکړ چې د انتخاباتو کمېسیون نه خو د انتخاباتو د ترسره کولو اراده لري او نه‌یې هم ظرفیت لري.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د تلې ۲۸مه که څه هم مناسبه هوا لري، خو که په ځینو سیمو کې ناببره هوا خرابه شي، نو په روان کال کې به د انتخاباتو احتمال له‎منځه ولاړ شي.

د افغان سولې په تړاو په سعودي عربستان کې راتلونکې میاشت جوړېدونکې غونډه د ورځپاڼو په سرلیکونو کې ځای کړای شوې ده.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې د سولې د عالي شورا په حواله لیکلي دي چې په سعودي عربستان کې د افغان سولې په تړاو دا نړیواله غونډه تر راتلونکې یوې میاشتې پورې جوړېږي.

ورځپاڼې وړاندې د دې شورا د مرستیالې حبیبه سرابي یوې استازې اصیلا وردګ خبرې هم راخیستي چې ویلي یې دي، دوی د هر هغې هڅې ملاتړ کوي، کوم چې په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره مرسته وکړي.

ورځپاڼه لیکي چې دغو دواړو مېرمنو په هلمند کې د افغان مېرمنو له‎خوا له پیل شوي پرلت څخه هم ملاتړ وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې د افغانانو د سولې غږ ته دې مثبت ځواب ووایي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې لیکلي چې په سعودي عربستان کې جوړېدونکې غونډه د دیني عالمانو نړیواله غونډه ده چې په‎کې د افغانستان سربېره د بېلابېلو هېوادونو دیني عالمان برخه اخلي.

ورځپاڼه د سولې د عالي شورا د ځینو چارواکو په حواله لیکي چې د دیني عالمانو دې غونډې ته تیارۍ روانې دي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې په سعودي عربستان کې د افغان سولې په تړاو د دیني عالمانو دا نړیواله غونډه داسې مهال جوړېږي چې اوس اوس سعودي چارواکو تیاری څرګند کړی وو چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په هلمند کې د پرلت د ګډون‎والو په حواله په خپل یو مطلب کې لیکلي دي، تر هغو چې طالبان د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه‎کړي، نو دوی به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي.

ورځپاڼه لیکي چې د اعتراض ځینو ګډون‎والو د نه‌خوړلو اعتصاب هم کړی او لیکلي یې دي چې د ځینو حالت مخ په خرابېدو دی.

ورځپاڼې د پرلت د ځینو ګډون‎والو په حواله لیکلي دي چې طالبان دې سولې ته لبیک ووایي، د دوی غوښتنو ته دې مثبت ځواب ورکړي او اوربند دې وکړي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې تر اوسه شااوخوا ۱۵ زره نارینه‎وو او ښځینه‎وو د سولې له دې کاروان سره یوځای شوي دي.

XS
SM
MD
LG