د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۵

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره نوې نېټه اعلان شوه


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات به د روان لمریز کال د میزان د میاشتي په ۲۸ نېټه ترسره شي.

د دغه کمېسیون یوه غړي سید حفیظ الله هاشمي د جمعې په ورځ «د ۱۳۹۷ کال د وري په ۱۰ مه» ازادي راډيو ته وویل، دغه نېټه وروستۍ او نه بدلېدونکې ده.

سید حفیظ الله هاشمي
سید حفیظ الله هاشمي

نوموړي وویل:

"د انتخاباتو د نوې نېټې د ټاکلو لپاره یوه نوي ټیم کار پیل کړی و، ترڅو یو عملي او نه بدلېدونکې نېټه ورته وټاکي، کمېسیون هم ورسره منلې او د نوې پرېکړې په اساس، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د روان لمریز کال د میزان د میاشتي په ۲۸ مه ترسره کېږي."

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ژمنه کوي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره لازم چمتووالی نیول شوی.

دغه کمېسیون همدارنګه ټینګار کوي چې د ګمارنې پروسیې په بشپړېدو سره، د یادو انتخاباتو لپاره د خلکو د نوم لیکلو بهیر د حمل د میاشتې په ۲۵ مه پیلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو نېټه د ۱۳۹۷ لمریز کال د سرطان د میاشتې ۱۶مه اعلان کړې وه.

د انتخاباتو نېټه داسې مهال بدلېږي چې تردې وړاندې د ملي وحدت حکومت مشرانو په کراتو ټينګار کړی و چې د ټاکنو په نېټه کې هېڅ بدلون نه ‌شي راتلای.

همدارنګه نړېوالې ټولنې، سیاسي څېرو او د انتخاباتو د څار بنسټونو په ټينګار سره ویلي وو چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات به د ۱۳۹۷ لمریز کال د سرطان د میاشتې په ۱۶ مه ترسره شي.

له دې سره هممهاله څه موده وړاندې په کابل کې د امریکا سفیر جان بس له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې پر خپل وخت د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو پر ترسره کېدو ټنیګار کړی و.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي هم ویلي چې نور ورته د انتخاباتو د نېټې بدلېدل د منلو نه ‎دي.

خو په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرونو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د امنیت شورا په ناسته کې ویلي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره لازم چمتووالی نه دی نیول شوی.

د ولسي جرګې د اوسنیو وکیلانو کاري دوره د ۱۳۹۴ کال د چنګاښ په میاشت کې پای ته رسېدلې، خو حکومت ونه کړای شول چې په خپل وخت ټاکنې تر سره کړي.

په همدې حال کې د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه له دې ډلې فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو مؤسسه وايي، د انتخاباتو په نېټې کې بیا ځلې ځنډ ورته د منلو وړ نه دی.

یوسف رشید
یوسف رشید

د دغه بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید په دې اړه وویل:

"مونږ د انتخاباتو له نوې نېټې سره موافق نه یوو، ولې تراوسه عملياتي مرحله پیل شوې نه ده او پکي ځنډ رامنځ ته شوی، که چېرې کوم قانع کوونکی دلیل موجود وای، مونږ ترې هرکلی کاوه، خو زمونږ په اند د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو ځنډ به د ولسمشرۍ د انتخاباتو نېټه هم متأثره کړي."

د ښاغلي رشید په باور، د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو ځنډ به د ولسمشرۍ د انتخاباتو نېټه هم متأثره کړي او په وینا یې، دا به د سیاسي کړکېچ سبب شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG