د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

د انتخاباتو کمېسیون: د انتخاباتو دقیقه نېټه به په حمل میاشت کې اعلان شي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ژمنه کړې چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو راتلونکي انتخابات به د څو میاشتو ځنډ سربېره د ۱۳۹۷ هـ ل کال د میزان په میاشت کې ترسره شي.

په عملیاتي چارو کې د دې کمېسیون مرستیالې وسیمې بادغیسي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، د دې انتخاباتو دقیقه نېټه به د وري یا حمل په میاشت کې اعلان شي.

نوموړې زیاته کړه:

"موږ پرېکړه کړې چې د افغانستان د ملي شورا او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات به په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ترسره شي او د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات به ۲۰۱۹ میلادي کال ته پاتې شي. دا مهال د انتخاباتو د کمېسیون پرېکړه پر همدې بنسټ ده."

وسیمه بادغیسی
وسیمه بادغیسی

دا عکس‎العمل په داسې حال کې رامخې ته کېږي چې د انتخاباتو د ملاتړ یوې نړیوالې ډلې، که له یوې‎خوا په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو ملاتړ کړی، له بلې‎خوا یې د اصلاحاتو لپاره ۲۰۱۹ میلادي کال ته د دې انتخاباتو د ځنډېدو غوښتنه کړې.

د انتخاباتو د ملاتړ ډله په افغانستان کې د امریکا، بریتانیا، جرمني، جاپان، ډنمارک، اروپایي ټولنې، ناټو او یوناما له استازو او سفیرانو څخه جوړه ده.

دې ډلې د دوشنبې د ورځې په ماښام په یوې اعلامیه کې وویل، دوی افغانستان کې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د ملي شورا او په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د پر وخت ترسره کېدو غوښتونکي دي، خو سره له‎دې هم د لازمو اصلاحاتو لپاره د راتلونکو انتخاباتو د ځنډولو غوښتنه کوي.

ابراهیمي: د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو ځنډېدل نور د منلو نه‎دی

د انتخاباتو کمېسیون: د انتخاباتو د دقیقې نېټې لپاره خبرې روانې دي

د انتخاباتو پر خپل وخت ترسره کېدو د ملي وحدت حکومت د مشرانو ټینګار

خو په عملیاتي چارو کې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیالې وسیمې بادغیسي ازادي راډیو ته وویل، لازم اصلاحات راغلي دي او دا بهیر به دوام وکړي.

نوموړې وايي:

"په واقعیت کې د اصلاحاتو یوه مهمه برخه د رأی ورکولو د مرکزونو ارزیابي وه چې تر سره شوې او د یوې مهمې موضوع په توګه په بشپړه توګه عملي شوې ده. دوهمه عملیاتي او تخنیکي اصلاح چې راغلې دا ده چې د رأی ورکولو پخواني کارتونه باطل اعلان شوي او د رأی ورکوونکو فهرست په پاڼو کې د ورکړل شویو تذکرو پر بنسټ چمتو کېږي. د رأی ورکوونکو د فهرست چمتو کول یوه مهمه تخنیکي اصلاح ده چې فکر کوم د شفافیت خوا ته یو ګام دی. نو پر همدې بنسټ فکر کوم چې اصلاحات راغلي او دا بهیر دوام لري."

د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ د ولسي جرګې د اوسنیو استازو د کار دوره د ۱۳۹۳ میلادي کال د سرطان د میاشتې له لومړۍ نېټې پای ته رسېدلې، خو تر اوسه د ملي شورا د انتخاباتو نوې دقیقه نېټه نه‎ده اعلان شوې.

څلور کاله مخکې د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو راوروسته د ملي یووالي د حکومت مشرانو په انتخاباتي نظام کې د پراخو اصلاحاتو پر راوستلو ټینګار وکړ.

د راتلونکي کال د سرطان ۱۶مه نېټه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره نوې نېټه اعلان شوې وه، خو دا نېټه هم وځنډېده.

اوس به وکتل شي چې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون نوې ژمنه چې وايي، د تلې یا میزان میاشت کې به دا انتخابات ترسره کړي څومره عملي کېږي؟

XS
SM
MD
LG