د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

د ولسي جرګې ځيني وکیلان: د اداري پلاوي په ټاکنو کې فساد شوی، باید لغوه شي


د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، د جرګې د اداري پلاوي په انتخاباتو کې پراخ فساد شوی، نو ځکه یې باید نتیجه لغوه اعلان شي.

د ولسي جرګې د اداري پلاوي په انتخاباتو کې د جنجالونو په دوام، د شنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د کب په ۲۶ مه» ځینو وکیلانو د جرګې په عمومي غونډه کې، د دغو انتخاباتو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.

د ولسي جرګې غړی ګل پاچا مجیدي وايي، د موثقو شواهدو او اسنادو له مخې، د جرګې د اداري پلاوي په انتخاباتو کې داسې پراخ فساد شوی چې سترګې ورنه نه شي پټېدای.

د ولسي جرګې غړی ګل پاچا مجیدي
د ولسي جرګې غړی ګل پاچا مجیدي

نوموړی زیاتوي:

"که تاسو اقدام نه کوئ، زه له لویې څارنوالۍ او له ولسمشره غواړم چې په دې برخه کې اقدام وکړي، کوم انتخابات چې موږ لرل، د پارلمان په تاریخ کې یو تور داغ و، زه نه پوهېږم چې وکیلان په کوم دلیل اداري پلاوي ته تبریکي ورکوي، ایا دوی څه نه دي لیدلي؟ زه د ولسي جرګې د یوه غړي په توګه، په دغو انتخاباتو شرمېږم."

په ورته وخت کې د ولسي جرګې بل غړی رمضان بشر دوست هم په خپلو خبرو کې په انتخاباتو کې د معاملو موضوع تأيید کړه.

د ولسي جرګې د شپاړسمې تقنیني دورې له پیلېدو سره همهاله، د دغې جرګې د اداري پلاوي ټاکنې وشوې، کوم چې اوس د فساد له ادعاوو سره مل دي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون ادعا وکړه چې حکومت د ده د ناکامۍ په هدف، ډېرې پیسې د جرګې په وکیلانو لګولې دي.

مخکې تر دې د ولسي جرګې یو شمېر نورو غړو بیا ادعا کړې وه چې د اداري پلاوي د ټاکنې لپاره د نوماندانو له خوا پر ځینو وکیلانو پیسې وېشل شوې دي.

خو د ولسي جرګې دوهم مرستیال امیرخان یار وايي، هر څوک چې په انتخاباتو کې د فساد ادعاوې مطرح کوي، پکار ده چې ثبوت هم وړاندې کړي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال امیرخان یار
د ولسي جرګې دوهم مرستیال امیرخان یار

ښاغلی یار وایي:

" هغوی چې د اداري هیئت په ټاکنو کې د فساد او معاملې خبره کوي، لطفاً سند دې وړاندې کړي، تورونه دې نه لګوي، دلته هرڅوک معلوم دي. "

د ولسي جرګې د اتم کال د اداري پلاوي په ټاکنو کې همایون همایون لومړی مرستیال، امیرخان یار دوهم مرستیال، میرداد نجرابي منشي او عرفان الله عرفان د مرستیال منشي په توګه وټاکل شول.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي د وزیرانو د استیضاح پرمهال هم په فساد تورن شوي، خو د شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې ځینو وکیلانو وویل، که څوک له اسنادو پرته دا ډول ادعاوې مطرح کوي، دا د ملت کور ته سپکاوی دی او په کار ده چې قانوني چلند ورسره وشي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG