د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۹ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۳۴

افغانستان

همایون همایون د ولسي جرګې د لومړي مرستیال څوکۍ وګټله

د افغانستان د ولسي جرګې د اداري پلاوي د دوهمې ورځې په انتخاباتو کې همایون همایون د دغې جرګې د لومړي مرستیال په توګه وټاکل شو.

د دغې جرګې د لومړي مرستیالۍ لپاره همایون همایون، نذیز احمدزی او د دوهمې مرستیالۍ لپاره محمد عبدو او عبیدالله کلیمزی کاندیدان وو.

او همدا شان د لومړي منشي څوکۍ لپاره میرداد نجرابي او محمد یوسف صابر کاندیدان وو، چې یوازې همایون همایون وتوانېد د ۱۱۶ حاضرو وکیلانو له ډلې د ۱۱۰ مثبتې رأیې ترلاسه او دغه څوکۍ خپله کړي.

تېره ورځ عرفان الله عرفان د رأیو په اکثریت د دوهم منشي لپاره ټاکل شوی و.

ټاکل شوې چې د دوهمې مرستیالۍ او د لومړي منشيتوب لپاره سبا دوشنبه یو ځل بیا ټاکنې ترسره شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

پر کونړ د پاکستاني ځواکونو نوې بمبارۍ

په کونړ کې د دوشنبې د ورځې تر بمبارۍ وروسته ټپيان روغتون ته ولیږدول شول
په کونړ کې د دوشنبې د ورځې تر بمبارۍ وروسته ټپيان روغتون ته ولیږدول شول

پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا پر کونړ د توغندیو ډزې کړې دي.

د راپورونو له مخې دا ډزې سه شنبه د ماسپښین درې نیم بجې د چپې درې پر ډاګ او شونګره کلیو پيل شوې دي چې نن هم روانې دي.

د سیمې خلکو ازادي راډيو ته وویل چې د دې ډزو له امله یو تن وژل شوی او یوشمیر ټپيان شوې دي. همداراز په لسګونو کسان مجبوره شوې دي چې خپل کورونه پریږدي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دې ویلي. پاکستاني ځواکونو د کونړ ولایت د مرکز اسعد اباد په ګډون پر یوشمیر سیمو د دوشنبې په ورځ بمبارۍ وکړې چې پرون په کابل کې د طالبانو حکومت د دې بریدونو په اعتراض د پاکستان شارژدافیر احضار کړ او هغه ته یې اعتراض لیک وسپاره.

فیفا د افغان کډوالو ښځینه فوټبال لوبډلې ته رسمیت ورکړ

د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې غړې په استرالیا کې-۲۰۲۲- ارشیف
د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې غړې په استرالیا کې-۲۰۲۲- ارشیف

د فوټبال نړیوال فدراسیون( فیفا) اعلان وکړ چې د کډوالو افغان ښځو لوبډلې ته به په رسمي سیالیو کې د ګډون اجازه ورکړي.

د فیفا مشر ګیاني انفنتینو د سې شنبې په ورځ وویل چې د فیفا شورا د دې پریکړې تایید وکړ چې د افغان ښځینه لوبغاړو ډله به په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب ولوبیږي او فیفا به یې ملاتړ وکړي.

فیفا وایي، دا تاریخي پریکړه ده او هدف یې دا دی چې دا ډاډ ترلاسه شي چې هغه لوبغاړې چې د دوی له واکه بهر د ځانګړیو شرایطو له امله نه شي لوبیدلی، له نړیوالو لوبو محرومې نه شي.

د فیفا د مقرراتو له مخې افغان ښځینه ټیم تر دې مخکې باید د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون له لورې معرفي شوی وای.

د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له پنځلسمې راوروسته چې طالبانو کابل نیولی دی د ښځو پر سپورټونو یې بندیزونه لګولي دي.

د امو دریا د تیلو له پنځو نورو څاګانو د استخراج چارې پیل شوې

د تېلو نوې پرانیستل شوې څاه
د تېلو نوې پرانیستل شوې څاه

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د امو دریا د نفتي حوزې د زمرد سای د تیلو په ساحه کې د تیلو له پنځو څاګانو د استخراج چارې پیل شوې.

د دغو څاګانو د استخراج بهیر د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له خوا پیل شو.

د کانونو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه ویډیويي بیان کې ویلي چې د ۱۲ څاګانو له ډلې له پنځو هغو د تیلو استخراج پیل شوی او نورې څاګانې به ډیر ژر د استخراج لپاره چمتو شي.

د طالبانو په حکومت باندې نیوکې دي چې د کانونو په تړونو کې لازم شفافیت نه رعایتوي او کانونه لا هم په غیر مسلکي او غیر منظم ډول راباسي.

د طالبانو حکومت د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړی

د پاکستان له شارژدافیر سره د امیرخان متقي یو پخوانی انځور
د پاکستان له شارژدافیر سره د امیرخان متقي یو پخوانی انځور

د طالبانو حکومت وايي چې په کابل کې یې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړی او هغه ته یې د وروستیو بریدونو په تړاو خپل اعتراض ور اورولی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي چې د پاکستان شارژدافیر ته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ملکي اهدافو او عامه تاسیساتو په ګډون د کونړ پوهنتون په اړه د پاکستاني ځواکونو د وروستیو بریدونو په تړاو د اعتراض یو یادښت سپارل شوی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او عامه اړیکو مشر حافظ ضیا احمد تکل د سې شنبې په ورځ لیکلي چې دا وزارت په ملکي وګړو د پاکستان بریدونه په کلکه غندي، او دا د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه، د نړیوالو اصولو سرغړونه او پاروونکی عمل بولي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ، هم د سې شنبې په ورځ لیکلي چې ملکي وګړي باید تل خوندي شي. هغه د وروستیو او پخوانیو پیښو په اړه د سمدستي، خپلواکو او هر اړخیزو څیړنو غوښتنه کړې.

جرمني ۲۵ افغان پناغوښتونکي په یوه چارتر الوتکه کې کابل ته ولېږل

ارشیف
ارشیف

د جرمني حکومت نن سه شنبه ( د ثور۸مه) ۲۵ افغانان چې دغه هېواد کې په جرمونو محکوم وو، افغانستان ته واستول.

ډي.پي.اې خبري اژانس د جرمني د کورنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې دغه پناغوښتونکي تیره شپه په یوه چارتر الوتکه کې له لایپزیګ ښاره روان شول او سه شنبه سهار مهال کابل ته ورسېدل.

د راپورونو له مخې دغه کسان په قتل، جنسي تیري، نورو ته د زیان اړولو او د نشه یي توکو اړوند جرمونو باندې محکوم وو.

دا اخراج د جرمني او د طالبانو د حکومتونو ترمنځ د یوې هوکړې له مخې شوی دی.

تر دې وړاندې هم جرمني لسګونه افغانان چې دوی مجرم بللي، کابل ته ډیپورت کړي دي.

م.م وايي، په کونړ کې پر ملکیانو او پوهنتون بریدونه یې مستند کړي

په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت دفتر وايي چې د اسعداباد په ګډون په ځینو سیمو د هوايي بریدونو له امله یې د لسګونو ملکي کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو پېښې مستندې کړې دي.

یوناما نن سې‌شنبه (۸ ثور) په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د نړیوالو بشري قوانینو له مخې، ملکي وګړي او ملکي تاسیسات، په ځانګړي ډول تعلیمي مرکزونه، باید هر وخت خوندي وي.

دې ادارې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښوولې او ټپیانو ته یې د ژر رغېدو هیله څرګنده کړې ده.

له بلې خوا، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینیټ، پر کونړ ولایت د پاکستان بریدونو ته په اشارې ویلي چې ملکي وګړي باید تل خوندي وي او د پېښو عاملان باید حساب ورکړي.

هغه ټینګار کړی چې د وروستیو پېښو په اړه چټکې، خپلواکې او بشپړې څېړنې ضروري دي.

تر دې مخکې د طالبانو چارواکو ویلي و چې پاکستان د دوشنبې په ورځ د تسعداباد ښار او د کونړ ولایت په ځینو سیمو باندې هوايي بریدونه کړي دي. د طالبانو یوې سرچینې ویلي چې په دې بریدونو کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او ۷۸ نور ټپیان دي.

خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت دا راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې پر سیدجمال الدین افغان پوهنتون او ملکي سیمو د برید ادعاوې «ښکاره دروغ» دي.

د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی، ضمیر کابلوف، په لوړه کچه د خبرو لپاره کابل ته په رسمي سفر رسېدلی دی.

دې وزارت نن پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، ټاکل شوې چې کابلوف د سې‌شنبې په ورځ د بهرنیو چارو له وزیر، امیرخان متقي، او د طالبانو له نورو جګپوړو چارواکو سره وویني.

د بیان له مخې، تمه ده چې په دغو خبرو کې پر سیاسي اړیکو، اقتصادي همکاریو، سیمه‌ییزو پرمختګونو، سوداګرۍ او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر نورو مهمو موضوعاتو بحث وشي.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې دواړه هېوادونه هڅه کوي خپلې دوه‌اړخیزې اړیکې لا پیاوړې کړي او په ډیپلوماسۍ، پانګونې، بنسټیزو پروژو او سیمه‌ییز امنیت کې همکاري پراخه کړي.

روسیې په وروستیو کلونو کې له افغانستان سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې ساتلې دي او یوازینی هیواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.

فرانسه: لسګونه ټنه بشري مرستې افغانستان ته استول شوي

ارشیف
ارشیف

د فرانسې بهرنیو چارو وزارت وايي تقریبا ۴۲ ټنه بشري مرستې افغانستان کې ملکي وګړو لپاره استولي دي.

د دې وزارت د اعلامیې له مخې، چې د دوشنبې په ورځ د (۷ ثور) په رسمي وېب‌پاڼه کې خپره شوې، دغه مرستې د ایربس بنسټ په ملاتړ او د اروپا دبشري هوايي پل له لارې لیږل شوې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې په دغو مرستو کې د درملیزو خوړو ۲۶۸۰ بکسونه او یو ټن طبي وسایل شامل دي.

ټاکل شوې دغه مرستې د ملګرو ملتونو لخوا د پنځو کلونو څخه کم عمره ۳۲۰۰ هغو ماشومانو باندې وویشل شي چې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، اوس مهال شاوخوا ۲۲ میلیونه خلک په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري، چې په دوی کې ۷.۵ میلیونه ماشومان او امیندوارې یا شیدې ورکوونکې ښځې د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

یونیسف: تیر کال افغانستان کې میلیونو ماشومانو ته د پولیو او شري واکسینونه ورکړل شوي

افغانستان کې د واکسیناسیون یو کمپاین ،ارشیف
افغانستان کې د واکسیناسیون یو کمپاین ،ارشیف

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي په ۲۰۲۵ میلادي کال کې په افغانستان کې ۱۱ میلیونه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو او شري واکسینونه ورکړل شوي دي.

په افغانستان کې د یونیسف سرپرست استازي، چارلیس نزیوکي، د معافیت د نړیوالې اونۍ په مناسبت د دوشنبې په ورځ د ثور په ۷مه په یوه ویډیويي پیغام کې په دې هېواد کې د پولیو یا د ماشومانو د فلج ناروغۍ د له منځه وړلو پر دوامداره هڅو ټینګار وکړ.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه یوازیني دوه هېوادونه دي چې پکې د پولیو ناروغي لا هم په بشپړه توګه له منځه نه ده وړل شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر اوسه د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ کې د پولیو د ویروس د وحشي ډول یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

دمعافیت نړیواله اونۍ د اپرېل له ۲۴ څخه تر ۳۰ پورې لمانځل کېږي؛ دا هغه اونۍ ده چې د روغتیا نړیوال سازمان له خوا د واکسینونو د اهمیت او د انسانانو د ژوند په ژغورلو کې یې د رول د څرګندولو لپاره نومول شوې ده.

پر کونړ د پاکستان ننني بریدونه، لږ تر لږه ۴ تنه وژل شوي او ۷۰ ټپیان دي

د کونړ په ننني برید کې یوه ټپي شوې ماشومه
د کونړ په ننني برید کې یوه ټپي شوې ماشومه

پر کونړ ولایت د پاکستان نننیو توغندیزو بریدونو مرګ ژوبله اړولې ده. د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت تایید کړې چې دغو بریدونو کې چې پر مرکز اسعد اباد او درېو ولسوالیو شوي، لږ تر لږه ۴ تنه وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان شوي دي.

توغندي پر کورونو او اسعد اباد کې د پوهنتون پر ودانۍ او بازار لګیدلي دي.
لږ تر لږه ۳۰ محصلین په ټپيانو کې شامل دي.

په هستوګن سیمو او بازار د بریدونو په سبب ډېره مرګژوبله ښځو او ماشومانو ته اوښتې ده.

په اسعداباد کې یوه قومي مشر د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې په بازار کې د توغندي له کبله د تیلو یو پمپ هم د اور لمبه شوی دی.

هغه زیاته کړه چې توغندي په ځایي وخت ماسپښین ۲ بجې پر بېلابېلو سیمو ولګېدل.

دا بریدونه داسې مهال کیږي چې تېره شپه په سپین بولدک کې هم دواړه لوري په جګړه اوښتی وو.

د طالبانو امنیتي چارواکو ادعا کړې چې د سپین بولدک په ( غچ اخیستونکي) برید کې یې د پاکستان ۶ پوځیان وژلي دي.

پرونۍ نښته وروسته تر هغه ونښته چې د راپورونو له مخې د پاکستاني پوځیانو برید کې د افغانستان خواته یو ماشوم ووژل شو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG