د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

نړیوالو ورځپاڼو د افغانستان په اړه څه ویلي؟


د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه

ډیلې میل:

بریتانوۍ ډیلې میل ورځپاڼې د کابل پرونۍ ځانوژونکې حملې ته پام اړولی او لیکي، دغه حمله داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان ویلي چې د کابل ښار د امنیت ټینګښت د نړیوالو ځواکونو لپاره لومړیتوب دی.

ډیلې میل لیکي، په دغه حمله کې چې وسله والو طالبانو یې مسؤلیت په غاړه اخیستی او یوشمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې، د کورنیو چارو وزارت په وینا، هدف یې د «جي ۴ اس» په نوم یوه نړیواله امنیتي کمپنۍ وه.

د ورځپاڼې په وینا، وسله وال طالبان دغه حمله داسې مهال کوي چې د ولسمشر اشرف غني د سولې د هغه وړاندیز له امله ډېر تر فشار لاندې دي چې شااوخوا درې میاشتې مخکې یې هغوی ته کړی و.

طالبانو تراوسه دغه وړاندیز ته سوړ ځواب ورکړی.

د ډیلې میل په وینا، په کابل کې دغه حمله څو اوونۍ مخکې تردې چې د په افغانستان کې د جګړو نوی فصل پیل شي، شوې ده.

ویل کېږي چې د امریکا په مشرۍ د هوایي بریدونو د زیاتېدو په غبرګون کې به سخت دریځي وسله وال حملې لا شديدې کړي.

د ورځپاڼې په لیکنه، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن د تېرې چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي وو چې هڅې یې اوس پر کابل متمرکزې دي چې امنیت یې ټینګ کړي او اوسېدونکي يې له حملو خوندي کړي.

ډیجیټال ژرونال:

کاناډایۍ ډیجیټال ژورنال ورځپانې د افغانستان کوچني ډونالد ټرمپ ته پام اړولی چې نوم یې په دې هېواد کې بحثونه راپورته کړي دي.

ورځپاڼه لیکي، کله چې په امریکا کې د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ انتخابات کېدل، کوچنی ټرمپ لا د څو میاشتو و او له خپل دغه نومه چې څه جنجال یې راپورته کړی، بې خبره دی.

د ورځپاڼې په لیکنه، د ټرمپ پلار سید اسدالله رویا چې اوس په کابل کې اوسي او اصلي ټاټوبی یې دایکونډي ولایت دی، وایي، نېږدې دوستان او ګاونډیان او هم د فیسبوک له لارې خلک ورته سپکې سپورې وايي او ګواښونه ورته کېږي چې ولې یې دغه نوم په خپل زوی ایښی دی.

رویا وایي، پرخپل زوی یې دغه نوم د سیاسي انګیزې له مخې نه، بلکې د ټرمپ د اقتصادي بریالیتوب په خاطر ایښی.

دی وايي، کله چې ټرمپ لا کاندید و، د هغه په اړه یې ډېره مطالعه کړې وه چې په څه ډول دومره کامیاب اوشتمن شوی او په دې هیله چې زوی یې هم دغه بریالیتوب ته ورسېږي، نوم یې ډونالډ ټرمپ پرې کېښود.

د ډیجیټال ورځپاڼې په لیکنه، له دې سره دا خبره هم مطرح شوې چې ښایي رویا دا کار د دې لپاره کړی وي چې امریکا ورته پناه ورکړي، خو نوموړی دغه ادعا په کلکه ردوي.

د یادونې وړ ده چې د کوچني افغان ډونالد ټرمپ موضوع هم د لومړي ځل لپاره ازادي راډیو راپورته کړه.

له دې مخکې دغه راز په لوګر کې يوې قومي جرګې شااوخوا دوه میاشتې وړاندې ولسمشر ټرمپ ته د افغانستان د خلکو له خوا د مېړانې مډال ورکړی و.

د لوګر د ساداتو د قوم مشر سید فرهاد اکبري ازادي راډیو ته ویلي وو چې له خلکو په راټولو شویو پیسو د سرو زرو دغه مډال یې ټرمپ ته په دې خاطر ورکړ چې د پاکستان په وړاندې چې د ده په وینا، تل یې دوه مخې لوبه کړې، د هغه کلک دریځ ډېر د ستایلو دی.

ښاغلي اکبري دا هم ویلي چې د دوی دا کار په عامو خلکو پورې تړلى او کومه سياسي انګېزه نه ‌لري.

XS
SM
MD
LG