د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

چارواکي: حکومت پر ټاکلي وخت د انتخاباتو ترسره کولو ته ټینګه اراده لري


افغان حکومت ډاډ ورکوي چې پر ټاکلي وخت د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته بشپړه اراده موجوده ده او په دې برخه کې اندېښنې بې‌ځایه دي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۲۹» ازادي راډيو ته وویل چې د انتخاباتو د نېټې د ټاکلو مسؤلیت د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون پورې اړه لري او حکومت هم په دې برخه کې خپلو مسؤلیتونو ته ژمن دی.

نوموړي زیاته کړه چې افغان حکومت د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ټاکل شوي وخت له مخې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته زمینه برابروي.

امید میثم
امید میثم

نوموړي زیاته کړه:

"د انتخاباتو د ترسره کېدو د نېټې ټاکل د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مسؤلیت دی، خو حکومت چې د انتخاباتو په وړاندې کوم مسؤلیتونه لري په دې برخه کې موږ پوره امادګي لرو او کومه نېټه چې کمېسیون د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره وټاکي موږ ورته پوره امادګي لرو او د نتخاباتو پر وخت ترسره کېدو ته جدي سیاسي اراده هم موجوده ده."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ملي او جهادي ګوندونو د شورا مشر صبغت‌الله مجددي تازه ویلي چې که د جمهوري ریاست راتلونکې انتخابات پر خپل وخت ترسره نه‌شي راتلونکی ولسمشر به د لويې عنعنوي جرګې له لارې وټاکل شي.

ښاغلي مجددي له حکومته غوښتنه کړې چې د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات باید پر خپل وخت ترسره کړي.

له دې وړاندې د حراست او ثبات شورا هم ویلي و چې د یوې لویې قیادي شورا د جوړېدو خبرونه ورسېدلي او هڅه کېږي چې له دې لارې د جمهوري ریاست د انتخاباتو مخنیوی وشي.

خو د جمهور ریاست سرپرست ویاند شاه‌حسین مرتضوي له ازادي راډيو سره دغه ډول څرګندونې ناسمې وبللې او ویې‌ویل په اساسي قانون کې چې کوم وخت د ولسمشر د کاري مودې لپاره ټاکل شوی له هغې یوه ورځ هم زیات ولسمشر غني خپل کار ته دوام نه‌ورکوي.

بل‌خوا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ " فیفا" اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي چې په حکومت او د نتخاباتو پر کمېسیون په دې خاطر فشار راوړل چې راتلونکي انتخابات پر خپل وخت ترسره کړي، سم کار دی.

خو نوموړی وايي چې یو شمېر سیاسي ګوندونه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو پر ځای د جمهوري ریاست پر راتلونکو انتخاباتو ډېر تمرکز کوي.

یوسف رشید
یوسف رشید

نوموړي زیاته کړه:

"موږ باید ټول پر خپل وخت د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره لازم فشارونه راولو، خو متأسفانه زموږ سیاسي ګوندونو ته د پارلماني انتخاباتو پر ځای د جمهوري ریاست انتخابات مهم دي او لومړیتوب ورته ورکوي چې دا په خپله د پارلماني انتخاباتو حاشیې ته وړل او د جمهوري ریاست انتخاباتو ته لومړیتوب ورکولای شي."

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس د ځینو دلایلو له کبله په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه، خو د حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر وايي، د قانون پر اساس نوی جمهور رئیس باید د پنځم کال د سرطان د میاشتې پر لومړۍ نېټه خپل کار پیل کړي.

د ملي یووالي حکومت مشرانو تل ټینګار کړی چې د ولسي جرګې، د ولسوالیو شوراګانو او همداراز د جمهوري ریاست انتخابات به پر خپل وخت ترسره شي او هېڅ ډول ځنډ به په‌کې رامنځته نه‌شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG