د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

ولسمشرۍ ماڼۍ د «قیادي شورا» جوړېدو په اړه اوازې رد کړې


د افغانستان جمهوري ریاست هغه اوازې رد کړې چې ګواکې د ملي یووالي حکومت د انتخاباتو پرځای د قیادي شورا په جوړېدو سره غواړي د کار دوره یې تمدید کړي.

جمهوري ریاست وايي چې د قیادي شورا د جوړېدو لپاره هېڅ ډول پرېکړه نه ده شوې او ولسمشر حتا یوه ورځ هم له هغې مودې وراخوا چې په اساسي قانون کې ورته ټاکل شوې په کار کې د پاتې کېدو تمه نه لري.

د جمهوري ریاست د ویندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال سلواغې۲۱» له ازادي راډیو سره په خبرو کې د قیادي شورا د جوړېدو په اړه اوازې رد کړې او وايي چې ولسمشر د اساسي قانون عملي کولو ته ژمن دی.

د ښاغلي مرتضوي په خبره د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو ترسره کېدل حتمي دي او هېڅ بدیل یې نشته.

مرتضوي: په هېڅ وجه دغه موضوع د اجنډا یوه برخه نه وه.
مرتضوي: په هېڅ وجه دغه موضوع د اجنډا یوه برخه نه وه.

نوموړي زیاته کړه:

"په هیڅ وجه دغه موضوع د اجنډا یوه برخه نه وه، موږ په شدیده توګه دغه موضوع ردوو چې ګواکې د قیادي شورا له لورې دې د حکومت د کار دوره وغځول شي، جمهور رئیس په کراتو دا خبره کړې چې له هغې مودې څخه چې په اساسي قانون کې ورته ټاکل شوې حتا د یوې ورځې لپاره به زیات خپل کار ته دوام ورنه کړي او د جمهوري ریاست انتخابات باید پر خپل وخت او شفافه توګه ترسره شي، هغه اوازې چې په دې برخه کې مطرح شوي بې بنسټه دي."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې جمهور رئیس محمد اشرف غني د عبدرب رسول سیاف، ګلبدین حکمتیار، محمد محقق، فضل لهادي مسلمیار او کریم خلیلي په ګډون له ځینو جهادي او سیاسي څېرو سره د کتنې لړۍ پیل کړې ده.

له دغو کتنو سره همهاله، په رسنیو کې د ځینو سیاسي ګوندونو د استازیو له ادرسه داسې راپورونه خپاره شوي چې ګواکې د سیاسي او جهادي مشرانو د قیادي شورا په رامنځته کېدو سره هڅه کېږي چې د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو مخه دې ونیول شي.

په رسنیو کې د حراست او ثبات شورا د ویاند مسعود ترشتوال له قوله ویل شوي چې د قیادي شورا جوړول نه منطقي اقدام دی او نه هم د افغانستان له اساسي قانون سره مطابقت لري.

خو د جمهوري ریاست د ویندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي بیا وايي چې له سیاسي او جهادي څېرو سره د جمهور رئیس لیدنې د ملي او نړیوالو مسائلو په اړه د سلا مشورو په هدف ترسره کېږي.

خو پوښتنه دا ده چې د حراست او ثبات شورا ویاند مسعود ترشتوال دغه اندېښنې په کوم اساس مطرح کړي دي.

مسعود ترشتوال
مسعود ترشتوال

نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه پوښتنه داسې ځواب کړه:

"هغه څه چې له قراینو او شواهدو معلومېږي او هغه معلومات چې له مشورتي ناستو راوځي ویل کېږی چې حکومت د لویې قیادي شورا د رامنځته کولو هڅې کوي، موږ د حکومت د کار د دوام او د سیاسي واک د لېږد لپاره پر انتخاباتو باور لرو او انتخابات هېڅ بدیل نه لري."

له بلې خوا د سیاسي چارو کارپوه کبیر رنجبر بیا وايي فکر نه کوي چې د قیادي شورا د رامنځته کېدو په اړه اوازې دې واقعیت ولري.

د نوموړي په خبره د ملي یووالي حکومت مشران او نړیواله ټولنه به هېڅکله د افغانستان اساسي قانون دومره هم نقض نه کړي او یا دا چې هېواد له یو بل کړکیچ سره مخامخ کړي.

د همدې موضوع په اړه د ازادي راډیو خبریال محمد حدیث پردېس د سیاسي چارو له کارپوه خوشحال خلیل سره مرکه کړې .

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:25 0:00
مستقیم لېنک

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG