د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

د سولې او د انتخاباتو په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ګڼو نورو مطالبو تر څنګ، بیا هم د افغانستان د سولې او انتخاباتو موضوعات په خپلو لیکنو کې راخیستي دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې د افغانستان د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو په اړه په یو مطلب کې لیکلي چې ولسي جرګې ویلي چې نور ورته د انتخاباتو د نېټې بدلېدل د منلو نه‎دی.

ورځپاڼې دغه خبرې د ولسي جرګې د رئیس عبدالرؤف ابراهیمي په حواله لیکلي، خو زیاته کړې یې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بیا ویلي چې ښايي انتخابات په پخوا اعلان شوې نېټه ممکن نه‎وي او له همدې امله د نوې نېټې په دقیقولو غور کوي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپلې نننۍ ګڼې په یو مطلب کې لیکلي، د افغانستان د جهادي ګوندونو شورا له حکومته غوښتي چې راتلونکي ولسمشریز انتخابت دې په خپل وخت ترسره شي.

په مطلب کې راغلي د یادې شورا مشر صبغت‌الله مجددي ویلي، که حکومت په خپل وخت انتخابات ترسره نه‎کړي، دوی به عنعنوي لویه جرګه راوبولي او د لویې جرګې له لارې به ولسمشر وټاکي.

په مطلب کې دغه‌شان راغلي چې ښاغلي مجددي د حکومت له‎خوا طالبانو ته د سولې وروستۍ طرحې ته په اشارې سره ویلي چې دا طرحه په غټ قیمت وړاندې شوې چې دوی ورسره موافق نه‎دي.

  • هېواد

خو هېواد دولتي ورځپاڼې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د ځینو امیدواریو خبره کړې ده.

په مطلب کې راغلي، په دې وروستیو کې د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټېس کابل ته په خپل ناڅاپي سفر کې اعلان وکړ چې ځینو طالب مشرانو د سولې خبرو ته لېوالتیا ښودلې، خو د مطلب لیکوال لیکلي، نوموړي د دغه طالب مشرانو نومونه وانه‎خیستل او دا ځکه چې تېرو تجربو ته په پام سره هر طالب مشر چې له افغان دولت سره خبرو ته لېوالتیا ښودلې د پاکستان څارګرې ادارې «ای. اېس. ای» له‎منځه وړی.

په مطلب کې دغه‌شان راغلي چې د ناټو سرمنشي هم پر طالبانو غږ کړی چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې بې‌سارو او نوښتګرو وړاندیزونو ته مثبت ځواب ووايي.

XS
SM
MD
LG