د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

ایتوا: یو شمېر احتمالي کاندیدان د خلکو له تذکرو ناوړه ګټه اخلي


د میزان د ۲۸مې نېټې د انتخاباتو په نږدې کېدو د افغانستان د انتخاباتو او شفافیت مؤسسه «ایتوا» وايي، هغه کسان چې غواړي په انتخاباتو کې ځانونه نوماند کړي د خلکو له تذکزې ناوړه استفاده کوي.

د یو شمېر نوماندانو او خلکو له لوري د تذکرو پېر او پلور پر انتخاباتو د څار ځیني بنسټونه اندېښمن کړي دي.

د افغانستان د انتخاباتو او شفافیت مؤسسې «ایتوا» مسؤلینو د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ د غبرګولي ۰۱» کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د نوماندانو د نوم‎لیکنې د پروسې په نږدې کېدو یو شمېر نوماندانو د تذکرو اخیستل پیل کړي دي.

د دوی په خبره یاد نوماندان د دې لپاره دا کار کوي چې نه‎شي کولای د نوم‎لیکنې لپاره ۱۰۰۰ تذکرې ومومي او دا مسئله په جدي توګه د انتخاباتو شفافیت تر پوښتنې لاندې راوستلی شي.

د دغې مؤسسې یوه غړي عبدالوکیل بابکرخېل وویل:

"په بېلابېلو ولایتونو کې زموږ د لیدنو پر اساس یو شمېر نوماندان تذکرې راټولوي او په مقابل کې یې پیسې ورکوي له دا ډول تذکزو ناسمه استفاده کېږي، په ورته وخت کې دغه تذکرې نورو نوماندانو ته هم ورکول کېږي چې باید په جدي توګه د دې کار مخه ونیول شي."

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکي انتخابات به د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه ترسره شي.

د دغو انتخاباتو د مهال‎وېش له‎مخې د نوماندانو نوم‎لیکنه به د جوزا میاشتې په ۵مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۲مې پورې به دوام وکړي.

د انتخاباتو د قانون له‎مخې هر څوک چې غواړي ځان نوماند کړي، باید په انتخاباتو کې د ګډون په شرایطو د برابرو ۱۰۰۰ تنو د ګوتو نېښان او د سټیکر نمبرونه له ځان سره ولري.

د تذکرو پېر او پلور درغلي ده.

همداراز د ولسوالیو شوراګانو نوماندان باید د ۱۰۰ تنو د ګوتو نېښان او د سټیکر نمبرونه باید کمېسیون ته وړاندې کړي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د تذکرو پېر او پلور درغلي ده او د انتخاباتو د قانون پر اساس هر ډول درغلي به تر عدلي او قضايي څار لاندې ونیول شي.

د دغه کمېسیون کمېشنر سید حفیظ‎الله هاشمي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ د غبرګولي ۰۱» ازادي راډیو ته وویل چې کشفي بنسټونه مکلف دي، څو درغلي کوونکي ونیسي او څارنوالۍ ته‌یې معرفي کړي.

هاشمي: د جعلي تذکرو د جوړوېدو غیر رسمي راپورونه رارسېدلي

نوموړی وايي، د نوماندانو د نوم‎لیکنې پروسه د جوزا میاشتې په ۵مه نېټه پیلېږي او هغه نوماندان چې له ۳۵ فیصدو څخه زیات د سټیکرو تکراري نمبرونه راوړي، وروستي لېست ته به لار پیدا نه‎کړي.

سید حفیظ‌الله هاشمي
سید حفیظ‌الله هاشمي

ښاغلي هاشمي زیاته کړه:

"سټیکرونه له موږ سره ثبت دي او راوړنکي نمبرونه ټول په ډیټابېس کې شاملوو، تکراري تذکرې به ترې وباسو او د طرزالعمل له مخې که نوماندان له ۳۵ فیصدو څخه زیات تکراري نمبرونه راوړي، موږ به‎یې په اړه پرېکړه وکړو."

د ښاغلي هاشمي په خبره که ثابته شي چې نوماندانو تذکرې اخیستي، نو د نوماندۍ له لېست څخه به لیرې او لویې څارنوالۍ ته به معرفي شي.

XS
SM
MD
LG