د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

پر شفافو او عادلانه انتخاباتو د پارلمان د پخوانیو غړو د شورا ټینګار!


د افغانستان د پارلمان پخوانیو غړو د شورا د موجودیت په اعلان کې په حکومت غږ وکړ چې شفاف، عادلانه او سراسري انتخاباتو ته لاره هواره کړي او د هر رنګه درغلیو او لاسوهنې مخه دې په‎کې ونیسي.

د دغې شورا رئیس محمد عارف نورزي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۲۳» په پرانیست غونډه کې وویل، دغه شورا يې د دې لپاره جوړه کړې چې د مدني بنسټ په توګه به له قانون څخه هم نظارت وکړي.

دی وايي:

"دا به یوه پیاوړې او فعاله شورا وي چې په ځانګړې توګه په سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري ډګرونو کې به د افغانستان له خلکو سره د قوانینو په طرحه، تعدیل، اداري اصلاحات، ښه حکومتدارۍ، د فساد له‎منځه وړلو، د قانون حاکمیت او د عدالت د پلي کېدو په برخه کې د افغانستان له خلکو او مقننه، اجرائیه او قضائیه قوې سره مرسته وکړي."

دغو پخوانیو وکیلانو چې شمېر یې لسګونه تنو ته رسېده وویل، دا مهال د یو شمېر بهرنیو کړیو او هېوادونو د لاسوهنې او په کور دننه د ځینو قدرت طلبه کسانو له امله ملي یووالي ته زیان رسېدلی چې دغو کړنو د هېواد ملي ګټو ته زیان رسولی دی.

دا په‎داسې حال کې ده چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره د روان لمریز کال د میزان ۲۸مه نېټه ټاکلې ده.

ګلاجان عبدالبدیع صیاد
ګلاجان عبدالبدیع صیاد

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې ټاکل شوې د راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره د نوم لیکلو بهیر پیل شي.

د دې کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد ازادي راډيو ته وویل چې په همدې اړه‌يې تېره ورځ په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره غونډه لرله.

د دغې نوې جوړې شوې شورا بل غړي عطاالله لودین غوښتنه وکړه چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دې د ولسي جرګې او لسوالیو شوراګانو انتخاباتو سره یوځای د ولایتي شوراګانو انتخابات هم ترسره کړي.

دی وايي:

"له حکومته مو جدي غوښتنه دا ده چې له ورکړې وعدې سره سم شفاف، عادلانه او سراسري انتخابات ترسره کړي چې د هر رنګه درغلۍ او لاسوهنې مخه په‌کې نیول شوې وي، څو معیاري او په وطن مین کاندیدان ولسي جرګې، ولایتي او د ولسوالیو شوراګانو عضویت ترلاسه کړي."

عطاالله لودین
عطاالله لودین

ښاغلي لودین همدا شان له حکومته او د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون وغوښتل چې شفافو انتخاباتو ته دې لاره هواره کړي.

افغان حکومت له دې وړاندې د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو په برخه کې په وار وار ډاډ ورکړی دی او ویلي دي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کېدو د نوې غوښتنې په اړه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون نظر واخلي، خو بریالۍ نه‎شوه.

خو تېره اوونۍ د دغه کمېسیون رئیس ګلا جان عبدالبدیع صیاد د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې ویلي چې اوس‌مهال د ولایتي شوراګانو انتخابات ځکه امکان نه‎لري چې یو خوا یې موده پاتې ده او له بل‌خوا یې په ترسره کېدو زیات لګښت او کار ته اړتیا لیدل کېږي.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG