د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره نوم لیکنه پیلېږي


تمه ده چې د شنبې په ورځ په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو لپاره د نوم لیکلو بهیر پیل شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد چې پرون چهارشنبه‌یې په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره په‎دې اړه غونډه لرله، ازادي راډیو ته وویل:

"ان‌شاءالله د ثبت نام پروسه په مرکز او ولایاتو کې د شنبې په ورځ پیلېږي. زموږ خواهش د افغانستان له ولسمشر او اجرائیه رئیس څخه دا و چې دوی مرکزونو ته ورشي او خپل نومونه ثبت کړي. په‎دې ډول ولس ته ډاډ ورکړي، هغوی وهڅوي چې نوم لیکلو ته تشویق شي."

ګلاجان عبدالبدیع صیاد
ګلاجان عبدالبدیع صیاد

صیاد: تر تهدید لاندې د درې زره انتخاباتي حوزو شمېره ردوم

ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات د روان لمریز کال د تلې په ۲۸مه ترسره شي.

د دغو انتخاباتو لپاره د رأی ورکوونکو د نوم ثبتولو لپاره به نن پنجشنبه د غرمې له درېیو تر درې نیمو پورې ولسمشر اشرف غني د وېډیو کنفرانس له لارې له والیانو سره د انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه خبرې وکړي او په ولایتونو کې به هم د شنبې په ورځ والیان او نور چارواکي د نوم لیکلو بهیر پیل کړي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:21 0:00
مستقیم لېنک

د نوم ثبتولو پروسه په دوو مرحلو کې ترسره کېږي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس عبدالبدیع صیاد وایي چې داسې زمان‌یې ټاکلی دی چې تر وسه وسه به څوک له نوم لیکلو بې‌برخې نه‎شي.

ښاغلی صیاد زیاتوي:

"د نوم ثبتولو پروسه په دوو مرحلو کې ترسره کېږي، لومړی په ښارونو کې او په دوهم پړاو کې په ولسوالیو، کلیو او بانډو کې. لومړۍ مرحله یوه میاشت دوام کوي او دوهمه مرحله په ولسوالیو کې ۱۴ ورځې او په کلیو او بانډو کې هم ۱۴ ورځې چې په مجموع کې دوه میاشتې موده موږ په نظر کې نیولې او تر هغې وروسته به په هر ولایت کې زموږ یو ټیم یا ګروپ پاتې کېږي، څو هغه کسان چې له نوم ثبتولو پاتې دي د هغوی نومونه ثبت کړي."

د فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید
د فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید

د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو امنیت ته یو شمېر څارونکي اندېښنه لري.

په دې لړ کې پرون چهارشنبه د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید په کابل کې وویل چې ۳۰۰۰ انتخاباتي حوزې په‎داسې سیمو کې دي چې هلته یا ستر او یا هم متوسط امنیتي ګواښ متوجې دی.

بل‌خوا د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس عبدالبدیع صیاد وایي چې ۹۴۷ داسې انتخاباتي حوزې شته چې له امنیتي تهدید سره مخامخ دي او د دغو سیمو د امنیت د ټینګېدو لپاره امنیتي ځواکونه هلې ځلې کوي چې هیله‎مند یو د انتخاباتو تر وخت پورې به هلته امنیت ډاډمن شي او رأی ورکوونکو ته به ستونزې نه‎وي.

XS
SM
MD
LG