د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

واشنګټن ټایمز: د انتخاباتو د نېټې ټاکل به د سولې پر ليدلوري څومره اغېز ولري؟


  • واشنګټن ټایمز

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د سولې د مذاکراتو په اړه يوه مقاله خپره کړې ده.

په لومړي سر کې مقاله لیکي چې تر درېيو کلونو ځنډ وروسته، افغان چارواکو اعلان وکړ چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو انتخابات به د اکټوبر مياشتې په ۲۰مه نېټه وشي.

د مقالې ليکوال ويلي چې دا اعلان ښايي، د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ احتمالي خبرو ته بله بڼه ورکړي.

له حقاني شبکې سره د سولې د خبرو لیدلوری حساس او لانجمن بلل کېږي.

​خو مقاله لیکي چې تر اوسه روښانه نه‎ده د انتخاباتو د ترسره کېدو نېټه ټاکل به د سولې پر ليدلوري څومره اغېز ولري؟

خو واشنګټن ټایمز ورځپاڼه لیکي:

له حقاني شبکې سره د سولې د خبرو لیدلوری حساس او لانجمن بلل کېږي، ځکه د ليکوال په وينا، حقاني شبکې په افغانستان کې پر امریکايي او ناټو ځواکونو د ګڼو حملو مسؤليت منلی او له اتو کلونو راهيسې د واشنګټن په تور لېست کې د ترورېستي ډلې په توګه ثبت شوې ده.

  • نيويارک ټایمز

نيويارک ټایمز په افغانستان کې معارف، په ځانګړي توګه د نجونو زده‎کړو ته کتلي دي.

د مقالې په لومړيو کې راغلي په افغانستان کې د نوي تعليمي کال تر پیل مخکې، د پکتيا په لجه منګل ولسوالۍ کې تر ۲۰۰ زياتو قومي مشرانو په سیمه کې کورنیو ته وويل، هره کورنۍ چې خپل کوچنيان ښوونځي ته نه‌لېږي، باید پنځه زره افغانۍ جریمه ورکړي.

په مقاله کې راغلي چې له دې سره قومي مشران فکر کوي، ناوړه دودونه ښوونځي ته د کوچنیانو د تلو مخه نيسي.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د مقالې لیکوال دا ډول خنډونه ياد کړي دي چې په‎کې د تاوتريخوالي زياتېدل، د ښځينه ښوونکو کمی او له ښوونځي لیرې‌والی ياد شوي دي.

ناوړه دودونه ښوونځي ته د کوچنیانو د تلو مخه نيسي.

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، ۳،۵ میلیونه کوچنيان په افغانستان کې ښوونځي ته نه‌ځي او له دغو څخه ۷۵ فیصده نجونې دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت په وينا، د افغانستان په ګڼو برخو کې د ناامنۍ او تاوتريخوالي له کبله ۱۷۵۰۰ ښوونځي تړلي دي او له دغو ښوونځيو څخه نيمايي يې ودانۍ نه‎لري.

XS
SM
MD
LG