د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

د ټاکنو کمېسیون: هره ورځ نږدې ۱۰۰ زره تنه د انتخاباتو لپاره نوم لیکنه کوي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، هره ورځ نږدې ۱۰۰ زره تنه د انتخاباتو لپاره نوم لیکنه کوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مالي او اداري مرستیال معاذالله دولتي وايي، د هرې ورځې په تېرېدو په مرکز او ولایتونو کې د نوم لیکنې په پروسه کې د خلکو ګډون زیاتېږي.

د نوموړي په خبره په لومړیو اوونیو کې له ۵ زور تر ۱۰ زرو کسانو نوم لیکنه کوله، خو اوس دغه کچه له ۷۰ زرو څخه ۱۰۰ زرو تنو ته رسېږي.

ښاغلي دولتي د پنجشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"موږ په لومړیو ورځو کې د ۶ زرو کسانو نومونه ثبتول، خو اوس هر ورځ ۸۰ زره ، ۹۰ زره او ان تر ۱۰۰ زرو کسانو پورې نوم لیکنه کوي."

ښاغلی دولتي د نوم لیکنې په پروسه کې د خلکو ونډه د قناعت وړ بولي او تمه ښیي چې د نوم لیکنې د پروسې تر پایه ډېری هغه کسان چې په شرایطو برابر دي خپل نومونه ثبت کړي.

د انتخاباتو د کمېسیون د معلوماتو له مخې د چهارشنبې تر ورځې شااوخوا یو میلیون او ۸۰۰ زره کسانو د انتخاباتو لپاره نوم لیکنه کړې ده.

تېره اوونۍ د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په مرکز، ولایتونو او ولسوالیو کې د نوم لیکنې پروسه د یوې میاشتې لپاره تمدید کړه.

په ولسوالۍ او لیرې پرتو سیمو کې هم د نوم لیکنې پروسه پیل شوې ده.

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات به د روان لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه تر سره شي چې کمېسیون‌یې د شفافیت په اړه وار له مخه ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ "فیفا" بیا وايي، لاهم د نوم لیکنې په پروسه کې د خلکو ګډون د قناعت وړ نه‌دی.

یوسف رشید
یوسف رشید

د دغه بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په مرکز او د ولایتونو په مرکزونو کې د خلکو ګډون هیله بخښونکی نه‌دی، لاهم د خلکو ګډون ډېر کم دی، موږ هیله لرله چې یوازې له کابل څخه تر دې دمه دوه میلیونه کسانو ګډون کړی وی، خو اوس په ټول هېواد کې دوه میلیونه کسانو نوم لیکنه کړې ده."

د ښاغلي رشید په خبره د دې لپاره چې خلک د نوم لیکنې په پروسه کې ډېر ګډون وکړي، حکومت او کمېسیون باید پر انتخاباتو د خلکو باور ورغوي.

نوموړی د نوم لیکنې په پروسه کې د خلکو د کم ګډون علت د خلکو کمه لېوالتیا په ګوته کوي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG