د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۵

د تذکرو پر کاپۍ د سټیکر نصبولو په اړه د ټاکنو د ځینو څارونکو بنسټونو غبرګون!


د انتخاباتو ځیني څارونکي بنسټونه د تذکرو پر کاپیو د سټیکرونو پر نصبولو اندېښنه ښیي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئيس یوسف رشید د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دغه اقدام پر بنسټ یو کس کولای شي چې څو ځلې په څو مرکزونو کې رأیه ورکړي.

یوسف رشید
یوسف رشید

نوموړي وویل:

"وروستي تصمیم پرته له شکه په ټولنه کې اندېښنې را پارولي او ممکن له دې لارې د درغلۍ او ناوړه ګټې اخیستنې امکانات ډېر شي، که په دغو انتخاباتو کې د درغلۍ کچه زیاته وي، پر انتخاباتو به د خلکو باور کم شي."

ښاغلی رشید ټنیګار کوي چې د درغلۍ د مخنیوي لپاره باید د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یو میکانیزم په پام کې ونیسي.

د ده په خبره، د معلوماتي بانک او د کره او پر وخت څارنې بانک کولای شي چې دغو اندېښنو ته ځواب ووايي.

په دې وروستیو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا یوه اعلامیه خپره شوې چې په کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له قوله راغلي چې د خلکو د اندېښنو په ځواب کې، دغه کمېسیون تصمیم نیولی چې د مراجعه کوونکي د غوښتنې په صورت کې دې، سټیکر د تذکرې پر کاپۍ ولګول شي.

له دې وروسته ځیني راپورونه خپاره شول چې ګواکې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ځیني کميشنران په دغه پرېکړه کې شریک نه دي.

دغه تصمیم په داسې حال کې نیول کېږي چې د هېواد ځیني خلک پر تذکرو د سټیکرونو لګول د ځانونو لپاره امنیتي خطر ګني، له همدې امله په انتخاباتو کې له ګډون سره لېوالتیا نه ښيي.

د راپورونو له مخې، دغه اندېښنې د نوم لیکنې په پروسه کې د خلکو د ګډون د کموالي لامل دی.

په همدې دلیل د انتخابات خپلواک کمېسیون د تېرې پنجشنبې په ورځ د نوم لیکنې په ولایتي مرکزونو کې د نوم لیکنې پروسه یوه میاشت نوره هم وغځوله.

ومو غوښتل چې د انتخاباتو د څارونکو بنسټونو د اندېښنو په تړاو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون نظر هم واخلو، خو بریالي نه شو.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې ځیني غړي هم د تذکرې پر کاپۍ د سټیکرونو له نصبولو سره مخالف دي.

د دغې جرګې غړی عبدالقادر وطندوست وايي:

"دا په دې معنی ده چې انتخابات به له درغلیو ډک وي، البته انتخابات نه بلکې، انتصابات به وي، د دغه اقدام په اساس یو کس کولای شي چې په لسګونو مرکزونو کې نوم لیکنه وکړي."

د ولسي جرګې بل غړی فکوري بهشتي د معلوماتي بانک په جوړولو ټینګار کوي، ځکه د ده په خبره، معلوماتي بانک کولای شي چې د هر ډول فساد او درغلۍ مخه ونیسي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG