د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

د حکومت او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ناندریو په اړه اندېښنې!


د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي او پر انتخاباتو د څار ځیني بنسټونه وايي چې د حکومت او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ترمنځ د سیاسي ناندریو دوام په جدې توګه د اندېښنې وړ دی.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په چارو کې د جمهوري ریاست د مداخلې په اړه د دغه کمېسیون د مرستیال څرګندونو د ولسي جرګې یو شمېر غړي او پر انتخاباتو د څار ځیني بنسټونه اندېښمن کړي دي.

د ولسي جرګې ځینو غړو د چهارشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې ادعا وکړه چې حکومت هڅه کوي څو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکي انتخابات مهندسي کړي.

له دې ډلې ظهیر سادات وايي:

"په ارګ کې ځینې کړۍ او په خاصه توګه ولسمشر غواړي، هغه کسان چې د انتخاباتو په ترسره کېدو کې حد اقل شفافیت په پام کې نیسي، له مخې لیرې کړي او په خپله خوښه له درغلۍ ډک انتخابات ترسره کړي او د خپلې خوښې کسان پارلمان ته راولي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال معاذالله دولتي په یوه ټلوېزیوني بحث کې ادعا وکړه چې جمهوري ریاست د کمېسیون په چارو کې مداخله کوي.

نوموړي ویلي، که څه هم د کمېسیون ځیني کمېشنران د تذکرو پر کاپۍ د سټیکر له لګولو سره مخالف وو، خو ولسمشر په یوه مجلس کې ورته ویلي وو چې که څوک مخالفت کوي، نو استعفا دې وکړي.

ښاغلي دولتي د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره هم په خبرو کې وویل چې دی پر خپل دریځ ولاړ دی.

اخوا د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي بیا وايي، کمېشنران باید د مسایلو په اړه مسؤلانه څرګندونې وکړي.

نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د معاذالله دولتي د خبرو د رد تر څنګ وویل چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشرتابه باید د هغه مجلس په اړه خلکو ته معلومات ورکړي چې ښاغلی دولتي یې په اړه وايي.

له دې ټولو سره سره د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ بیا وايي، رامنځته شوی وضعیت د اندېښنې وړ دی.

یوسف رشید
یوسف رشید

د دغه بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید وایي:

"د دغې پروسې سیاسي برخه جنجال لري، که درې کمېشنران په یوه خوا او څلور په بله خوا کې وي، دا خپله د مغرضینو لپاره لاره هواروي چې په دې پروسه کې مداخله وکړي چې دا مسئله د ټولې پروسې لپاره بد خبر دی."

د ښاغلي رشید په خبره، د امنیتي ستونزو او همداراز د انتخاباتو په پروسه کې د خلکو د کمې ونډې اخیستنې سربېره، سیاسي ناندرۍ چې مخ پر زیاتېدو هم دي، د انتخاباتو پر وړاندې بله لویه ننګونه ده.

راپور: حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG