د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۱

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر: د انتخاباتو روان بهیر د منلو وړ نه‌دی


په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر د انتخاباتو پر روانې پروسې اندېښنه ښيي وايي چې د انتخاباتو په برخه کې روانې هڅې کافي نه‌دي.

اروپايي ټولنه په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره د راروانو انتخاباتو په وړاندې کمزوری ظرفیت، په انتخاباتي کمېسیونونو کې تش بستونه، د خلکو کم لاسرسی او ځيني نور هغه فکټورونه بولي چې د دوی په وینا دغه بهیر یې له ننګونو سره مخ کړی دی.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر پیري میاودون د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولې ۰۳» له ازادي راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د انتخاباتو لپاره روانې هڅې کافي نه‌دي.

پیري میاودون
پیري میاودون

نوموړي زیاته کړه:

"دا بهیر په سم مسیر نه‌دی، نور ډېر کارونه دي چې باید ترسره شي، اوسنی وضعیت د منلو وړ نه‌دی او دا وضعیت چټک بدلون ته اړتیا لري. د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو د کمزوري ګډون یو مهم لامل نا امني بیانېږي، نا امني یوه ستونزه ده، خو نور داسې ډېر فکټورونه دي چې باید حل شي."

میاودون وايي، بد امنیتي وضعیت هم د دغې پروسې پر وړاندې اندېښنې راپورته کړي، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته ښايي چې د دغې پروسې پر وړاندې خپل مسؤلیت ښه ترسره کړي.

نوموړی وايي، اروپايي ټولنه په مالي او تخنیکي برخه کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون سره مرسته او لازم ملاتړ کوي.

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو لپاره پر روان بهیر دا اندېښنې داسې مهال څرګندېږي چې له دې وړاندې په کور دننه هم ګڼو بنسټونو او د ملي شورا یو شمېر غړو د دغه بهیر پر څرنګوالي اندېښنه څرګنده کړې ده.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د میزان د میاشتې ۲۸مه نېټه د دغو انتخاباتو ورځ ټاکلې ده او له څه باندې یوې میاشتې راهیسې ورته نوم لیکنه روانه ده.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د انتخاباتو پر وړاندې ځینې ستونزې مني او تر ټولو مهمه‌یې نا امني یادوي.

د یاد کمېسیون یوه کمېشنر سید حفیظ‌الله هاشمي ازادي راډيو ته وویل چې د خلکو د ګډون په اړه اندېښنې اوس په راکمېدو دي.

سید حفیظ‌الله هاشمي
سید حفیظ‌الله هاشمي

نوموړي زیاته کړه:

"د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر ورځ تر بلې ډېرېږي. په لومړي، دوهم او بیا درېیم پړاو کې چې موږ به له ۷۳۰۰ نه ډېر مرکزونه ولرو، له دې ډلې به زموږ د امنیتي بنسټونو د راپورونو له مخې ۹۴۸ هغه‌یې تړلي وي ځکه چې هلته ناامني ده."

د افغانستان پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه هم د اروپايي تولنې اندېښنې تأییدوي وايي، په دې وروستیو کې د دغې پروسې پر وړاندې پر ستونزو سیاسي ناندرۍ هم اضافه شوې دي.

د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ «فیفا» اجرائيوي رئیس یوسف رشید ازادي راډيو ته وویل چې دا ټولې ستونزې د سراسري او شفافو انتخاباتو پر وړاندې د پیاوړې ارادې نه‌موجودیت په ډاګه کوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG