د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

د انتخاباتو کمېسیون: تر اوسه له ۸۰۰ زرو ډېرو رأیه ورکوونکو نوم لیکنه کړې


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مني چې د رأی ورکوونکو د نوم‎لیکنې شمېر د قناعت وړ نه‎دی، خو په ډېرېدو یې ټینګار کوي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، تر اوسه له ۸۰۰ زرو ډېرو رأیه ورکوونکو نوم لیکنه کړې ده.

د دغه کمېسیون کمېشنر سید حفیظ‎الله هاشمي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دغه بهیرد ګړندیتوب لپاره له هرو ممکنو لارو استفاده کوي چې که د خلکو ونډه ډېره شي.

سید حفیظ‎الله هاشمي
سید حفیظ‎الله هاشمي

نوموړی وايي:

"موږ هیله‎مند یو چې که دا بهیر لږ ګړندۍ شي، د خلکو ونډه به هم ډېره شي که موږ په ۱۴۱۹ مرکزونو کې چې په لومړی پړاو کې مو پرانېستي دي، دومره شمېره لرو، نو هیله ده چې په بل پړاو کې به چې له اووه زرو ډېر مرکزونه پرانېستل کېږي خپل هدف ته ورسېږو."

دی وايي، په لومړي پړاو کې د ۱۴۹۱مرکزونو له ډلې ۴۴ مرکزونه یې د ناامنیو له کبله تړل شوي دي.

ښاغلی هاشمي وايي، دوی تل د امنیت د ټیګښت لپاره له امنیتي بنسټونو سره ناستې ترسره کوي او د ده په وینا امنیتي بنسټونو ورته د مرکزونو د امنیت ډاډ ورکړی دی.

له‎دې وړاندې امنیتي بنسټونو له ازادي راډيو سره په خبرو کې هم د رأی ورکوونکو د نوم‎لیکنې بهیر د امنیت ډاډ ورکړی دی.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د رأی ورکوونکو د نوم‎لیکنې د بهیر له پیلېدو راهیسې بیا تر اوسه پورې په کابل، غور، بادغيس، بغلان، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د نوم‎لېکنې په مرکزونو انتحاري یا وسله‎والې حملې شوي او تلفات يې هم اړولي دي.

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په انتخاباتو کې د ګډون لپاره د رأی ورکوونکو د نوم‎لیکنې لومړی پړاو د حمل د میاشتې په ۲۵مه نېټه پیل شوی او ټاکل شوې چې تر دوه نورو اوونیو دوام وکړي.

له‎دې سره د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ یا د ټیفا مشر محمد نعیم ایوب‎زاده په‎دغه بهیر کې د خلکو په کمې ونډې اندېښنه څرګندوي.

د ټیفا مشر محمد نعیم ایوب‎زاده
د ټیفا مشر محمد نعیم ایوب‎زاده

دی وايي:

"له بده‎مرغه موږ هم د رأی ورکوونکو د نوم‎لیکنې په بهیر کې د خلکو کمې ونډې اندېښمن کړي یو، تر اوسه په‎دغې پروسه کې شته ستونزو ته پاملرنه نه‎ده شوې، خو ستونزه دا ده چې کمېسیون هم باید د ستونزو د له‎منځه وړلو لپاره چمتوالی نیولای وی."

ښاغلی ابوب‎زاده وړاندیر کوي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید د عامه پوهاوي پروګرامونه ډېر کړي او ترڅنګ یې باید د انتخاباتو اړوند بنسټونو او څارونکو سره په ګډه د خنډونو د له‎منځه وړلو لپاره کار وکړي چې که په‎دغې بهیر کې د خلکو ګډون ډېر شي.

راپور: یوسف خان‎ځدراڼ

XS
SM
MD
LG