خبرونه
سرپل کې له ۶۰ زیات انتخاباتي مرکزونه د ناامنۍ له امله تړل شوي
په سرپل کې حکومتي چارواکي وايي چې تر ۶۰ زیات انتخاباتي مرکزونه د امنیت د خرابوالي له امله تړل شوي دي.
د سرپل د والی ویاند ذبیح الله اماني نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په ابتدا کې هلته ۱۴۹ مرکزونه د رأیې ورکوونکو د نومونو د ثبت لپاره په نښه شوي وو.
اماني وویل، د نومونو د ثبت مرکزونه د ښار په ځینو برخو او څلورو ولسوالیو کې تړل شوي دي.
په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د میزان په ۲۸مه پلان شوي دي.
د سرپل د والي ویاند وویل چې لږترلږه ۱۵ نور مرکزونه هم دخطر په سیمه کې دي او د تړل کېدو وېره یې زیاته ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د جرمني صدراعظم اوکراین ته په یو نااعلان شوي سفر تللی دی
د جرمني صدراعظم فریدریش مرڅ نن د اوکراین پلازمنیې کییف ته په یو نااعلان شوي سفر تللی دی.
تمه ده هغه په دې سفر کې اوکراین ته نوې پوځي مرسته اعلان کړي.
د جرمني صدراعظم په داسې حال کې کییف ته سفر کوي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې پر کییف بریدونه زیاتوي او بهرنیو اتباعو او ديپلوماټونو ته یې خبرداری ورکړی چې له دې ښاره ووځي.
بل پلو، د روسيي بې پیلوټه الوتکو پرون پر نیپرو سیند جوړ شوی پل چې د کییف ښار لویدیځې او خیتځې خواوې سره نښلوي په نښه کړ.
دا په کییف کې دویم لوی پل دی.
په عین حال کې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ویلي چې داسې اسناد او شواهد يې ترلاسه کړي چې ښیي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د بریدونو "نوې تګلاره" تصویب کړې ده.
د عمران خان په پلوی نن د پاکستان په یو شمیر ښارونو کې لاریونونه پیلږي
د پاکستان د حکومتي چارواکو او د دې هېواد د پخواني صدراعظم عمران د ګوند ترمنځ د لاریونونو په اړه خبرې اترې بې پایلې پایته ورسیدې.
رویترز خبري اژانس نن یکشنبه د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر او د (پي ټي ای) ګوند د غړي سهیل افریدي په حواله لیکلي چې دغه لاریونونه به نن پیل شي.
تمه وه د عمران خان په پلوۍ دا لاریونونه د تیر سپټمبر په ۲۷مه نیټه ترسره شي.
د پاکستان حکومت له اوونیو راهیسې دې لاریونونو ته ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي او په زرهاوو سرتیري له پېښور څخه تر اسلام اباده په لارو کې ځای پر ځای شوي دي.
رویترز خبري اژانس لیکي چې د پاکستان حکومتي چارواکو او د عمران خان ګوند د دې لاریونونو د نه ترسره کیدو په اړه دوه ځلې مذاکرات وکړل چې بې نتیجې پایته ورسیدل.
د پي ټي ای ګوند په وروستیو کې د عمران خان د خوشي کیدو او په زندان کې د هغه روغتیايي وضعیت ته د رسیدنې په موخه دا لاریونونه پلان کړي دي.
۷۳کلن عمران خان له ۲۰۲۳کال راهیسې د فساد او نورو قضیو په تور په زندان کې دی.
عمران خان په ځان لګیدلي تورونه سیاسي بولي.
روزمیري ډیکارلو له امیرخان متقي سره اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د رسیدو په اړه خبرې کړي
د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمیري ډیکارلو په افغانستان کې د بشري مرستو او له ایران او پاکستانه د راستنو شویو کډوالو په اړه د طالبانو د حکومت له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره خبرې کړي دي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پرون شنبه پر خپلې ایکس پاڼې د دغه ناستې خبر ورکړی دی.
وړاندې راغلي چې امیرخان متقي د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکیانو د مرګژوبلې په تړاو خپلې اندېښنې له اغلې ډیکارلو سره شریکې کړې دي.
په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمې هم حضور درلود.
که څه هم له دې مخکې په افغانستان کې د ملګروملتونو استازو او د طالبانو حکومت اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو او د کډوالو ستونزو ته د رسیدو په برخه کې غونډې او خبرې کړي دي، خو لاهم په میلیونو افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او په دې نه پوهیږي چې خپله درې وخته ډوډۍ له کومه کړي.
له ایران او پاکستانه راستانه شوي کډوال تورخم دروازې ته نژدې د عمري په نوم کمپ کې د ژوند لومړنیو امکاناتو ته لاسرسی نه لري او ډير شمیر نور يې د کورونو په موندلو کې له ستونزو سره مخ دي.
ولسمشر ټرمپ: د ایران په اړه په نژدې راتلونکې کې پرېکړه کوو؛ قالیباف: هرمز تنګی به د ایران د شرایطو تر پوره کیدو تړلی وي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، "د ایران په اړه په نژدې راتلونکې کې پرېکړه کوو".
د هغه په ټکو،" پایله به يې یا په اسانه او یا هم په سخته لار" ترلاسه شي.
د ولسمشر ټرمپ له دې څرګندونو وروسته د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف ویلي چې د ایران د شرایطو تر پوره کیدو به د هرمز تنګی تړلی وي.
قالیباف نن یکشنبه د پارلمان په یوې علني ناسته کې وویل،" تر هغه چې د ایران ۷ شرطونه پوره نشي هرمز تنګی به تړلی وي".
قالیباف د دغو ۷ شرطونو جزیات ور نه کړل.
دا څرګندونې وروسته له هغه دې چې ښايي امریکا پر ایران یو ځل بریدونه پیل کړي.
په اسیايي لوبو کې د افغان لوبغاړو سفر پایته ورسید
په اسیايي لوبو کې د افغان لوبغاړو سفر پایته ورسید.
د جاپان په کوربه توب په روانو اسیايي لوبو کې د افغان لوبغاړو سفر د شنبې په ورځ د (میزان۱۱مه) د یوه سپینو زرو او دوو برونز مډالونو په ګټلو سره پایته ورسید.
د افغانستان د المپیک د ملي کمیټې مرستیال محمد هاشم کریمي پر خپلې فیسبوک پاڼې د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دې لوبو کې د لوبغاړو له ګډونه مننه کړې او د هغوي هڅې يې ستایلي دي.
هغه د ځینو لوبغاړو د سختو رواني شرایطو یادونه کړې او ویلي چې افغان لوبغاړي په "عزم او زوړرتیا" سره د لوبو ډګر ته ورغلل او د پام وړ لاسته راوړنې يې درلودې.
په دغو اسیایي لوبو کې افغان لوبغاړو درې مډالونونه وګټل.
ولسمشر ټرمپ په ډیويډ کمپ له لوړوپوړو امنیتي چارواکو سره نااعلان شوې غونډه کړې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ډیویډ کمپ کې له امنیتي لوړپوړو چارواکو سره نا اعلان شوې غونډه کړې ده.
د اکسوس په نوم یوې امریکايي ورځپاڼې راپور ورکړی چې په دې غونډه کې ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت له چارواکو سره د حوثي یاغیانو په اړه د امریکا د راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې کړې دي.
د ایران له ملاتړه برخمن حوثي یاغیانو په وروستیو کې د سعودي عربستان د تیلو پر تاسیساتو بریدونه وکړل.
اکسوس لیکي چې په دې غونډه کې د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډيونس، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د دفاع وزیر پیټ هګسټ، د امریکا د ملي امنیت او استخباراتي ادارو مشران او نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی وو.
یو امریکايي چارواکي اکسوس ته ویلي چې په غونډه کې پریکړه شوي چې د حوثیانو مسله په ژوره توګه وڅیړل شي، خو سپینې ماڼې په دې اړه د جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه.
لیتوانیا له بیلاروس سره پر پوله ۳۵ افغان او عراقي کډوال نیولي
لیتوانیا له بیلاروس سره پر پوله ۳۵ افغان او عراقي کډوال نیولي دي.
د لیتوانیا د سرحدي ساتنې دولتي ادارې اعلان کړی چې دغه کډوال د پنجشنبې په ماښام د کاترا په نوم سیمه کې هغه مهال ونیول شول چې غوښتل يې د لتیوانیا خاورې ته واوړي.
د دې ادارې په خبره، د کډوالو د نیولو په دې عملیاتو کې هېلوکوپټرو، روزل شویو سپیو او د سرحدي ساتنې ځانګړو ځواکونو برخه اخیستې وه.
د چارواکو په خبره، نیول کسان ټول ځوانان دي.
د لیتوانیا د سرحدي ساتنې ادارې ویلي چې د دغو نیول شویو کسانو له ډلې ۲۹تنه يې بیرته بیلاورس ته ستانه کړاي شوي دي.
لیتوانیا وايي، د روان کال له پیل راهیسې يې د بیلاروس له پولې د ۱۶۶۱ ناقانونه کډوالو د راوښتو مخه نیولې ده.
په کابل کې د روسیې سفارت پر هلمند او کونړ ولایتونو د پاکستان وروستي بریدونه غندلي
په کابل کې د روسیې سفارت پر کونړ او هلمند ولایتونو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي او د ملکیانو پر مرګژوبلې يې ژور خپګان ښودلې ده.
دې سفارت د شنبې په ورځ د (میزان/تلې۱۱مه) پر خپلې ایکس پاڼې د دواړو لورو ترمنځ د جګړې د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
پاکستان درې ورځې وړاندې د (میزان په ۹مه) پر هلمند او کونړ ولایتونو هوايي بریدونه وکړل چې د یوناما په خبره لږترلږ لس ملکیان په کې ووژل شول او نهه نور په کې ټپیان شول.
یوناما ویلي چې په وژل شویو کې ډیر شمیر يې ماشومان دي.
پاکستان بیا ادعا کړې وه چې د وسله والو مرکزونه يې په نښه کړي وو او ۲۲ وسله وال يې وژلي دي.
د پاکستان دغو وروستیو بریدونو پراخ غبرګونونه پارولي وو.
هند بیا د اسیایي لوبو د کرکټ د شل اوره سیالیو اتلولي خپله کړه
هند د اسیايي لوبو د کرکټ په پایلوبه کې خپل سیال پاکستان ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې بیا وګاټه.
په شل اوریزه پایلوبه کې هند ۲۱۱ منډې جوړې کړې، خو پاکستان د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۲ منډو ته ورسېد.
د لوبې تر پیل مخکې د دواړو لوبډلو کپتانانو، د هند شریاس ایر او د پاکستان صاحبزاده فرحان، د پچې اچونې پر مهال د معمول خلاف لاسونه سره ور نه کړل.
په شل اوریزه پایلوبه کې د هند لپاره ابیشک شرما او تلک ورما نیمه سلیزې ووهلې. د هند لوبډلمشر شریاس ایر وویل، له پاکستان سره پایلوبه او د ټول هېواد پام پر لوبه، پر لوبغاړو فشار زیات کړی و.
امریکا د حماس د مالي شبکې په تړاو پر څو کسانو او بنسټونو بندیزونه لګولي دي
د امریکا د خزانې وزارت د حماس د پوځي څانګې یو غړی، په فرانسه کې مېشت دوه کسان او دوه بنسټونه د بندیزونو په لېست کې شامل کړي دي. امریکا او اروپايي ټولنه حماس یو ترهګریز سازمان بولي.
د امریکا د خزانې وزارت وايي، دغو کسانو او ادارو د څو کلونو په اوږدو کې یوه پېچلې مالي شبکه جوړه کړې وه او د خیریه ادارو په نوم یې له دوو میلیونو ډالرو ډېرې پیسې حماس ته لېږدولې دي.
وزارت وايي، دې شبکې کلونه خپل فعالیتونه پټ ساتلي او هڅه یې کړې چې د چارواکو له څار او پېژندنې ځان لیرې وساتي.
په نویو بندیزونو کې سلیم عبدالله سلیم الزق هم شامل دی چې د امریکا د خزانې وزارت په وینا، په غزه کې د حماس د پوځي څانګې د یوې ډلې مرستیال دی.
د امریکا د خزانې وزارت وايي، هغه یوه مالي شبکه اداره کوله چې د بېلابېلو صرافیو او د ډیجیټلي اسعارو له لارې یې د عزالدین قسام ترمشرۍ لاندې د حماس پوځي څانګې ته د پام وړ پیسې لېږدولې.