د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

مسیر: ټاکنې کېږي که مسخره کېږي؟


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د را روانو انتخاباتو په اړه یو شمېر لیکنې او سرلیکنې چاپ کړي دي.

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې په‎دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، ټاکنې کېږي که مسخره کېږي؟

ورځپاڼه لیکي د ټاکنو لپاره د نوم‎لېکنې او تیاریو په تړاو اندېښنې ورځ تر بلې زیاتېږي، له یوه اړخه د خلکو کمه نوم‎لیکنه او له بله اړخه د ټاکنو په څرنګوالي او پروسیجرونو جدي نیوکې شته چې نه ورته د ټاکنو کمېسیون وړ ځواب لري او نه‎یې هم حکومت په تړاو څرګند دریځ.

په سرمقاله کې راغلي، دغو اندېښنو ته په پام سره اوس پوښتنه دا ده چې د راتلونکو ټاکنو برخلیک به څه وي؟

ورځپاڼه دا هم لیکي چې اوس خلک نوم‎لېکنه نه‎کوي او د نوم‎لیکنې لپاره مشخصې غوښتنې لري، خو کمېسیون او حکومت د خلکو د غوښتنو پرځای یوازې هڅونه کوي چې په باور یې، د ټاکنو لپاره د کمېسیون او حکومت اوسنۍ کړنې د ټاکنو د مسخره کولو په معنی دي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په‎خپله سرمقاله کې د موضوع په تړاو لیکلي دي، را روان انتخابات به د خلکو او حکومت تر منځ ګڼ مسایل روښانه کړي.

په سرمقاله کې راغلي دا به هم روښانه شي چې خلک په کومه اندازه د یوې مهمې ملي پروسې د امنیت په خوندیتوب کې د حکومت په وړتیا باور لري او دا هم چې ایا حکومت کولای شي د یوې روغې او شفافې پروسې په اړه خلکو ته ژمنه ورکړي؟

ورځپاڼه لیکلي، تراوسه د رأیو ورکوونکو د نوم‎لېکنې بهیر ډېر پڅ روان دی، خو حکومت مسؤلیت لري چې په پاتې موده کې خلک په‎دې قانع کړي چې په را روانو انتخاباتو کې په خپل پراخ ګډون سره، له زور واکو د درغلیو فرصت واخلي، کوم چې د ورځپاڼې په باور د یو شمېر راپورونو له مخې سر له اوسه ورته ملاې تړل شوې دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو په اړه د ولسمشرۍ د تېر ځل په انتخاباتو کې د ولسمشر محمد اشرف غني د یو رقیب زلمي رسول په حواله لیکلي دي.

د مطلب لیکونکی لیکي، ښاغلي رسول ویلي چې د افغانستان خلک نور په هېڅ وجه تقلبي انتخابات نه‎مني، د ورځپاڼې په خبره نوموړي دا هم ویلي که څوک داسې فکر کوي نو دا ناشونې ده.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې په‎دې اړه لیکلي، په کابل کې د امریکا سفیر جان بس ویلي چې هېواد یې په بېلابېلو برخو له‎دې ډلې د انتخاباتو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

انیس لیکلي، په کابل کې د امریکا سفیر زیاته کړې چې په افغانستان کې انتخابات د دغه هېواد خلکو او نړیوالې ټولنې لپاره ډېر مهم او با ارزښته دي.

په مطلب کې د نوموړي په حواله دا هم راغلي چې د شفافو او عادلانه انتخاباتو د جوړولو لپاره له افغان حکومت سره زموږ هڅې روانې دي او دا د افغان دولت او د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مسؤلیت دی چې انتخابات په شفاف ډول ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG