د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

ولسي جرګه: خلک د تذکرو د اخیستو او نوم لیکنې په پروسه کې له ستونزو سره مخ دي


د افغانستان ولسي جرګه وايي، خلک د تذکرو د اخیستو او نوم لیکنې په پروسه کې له ستونزو سره مخ دي.

په داسې حال کې چې په مرکز او ولسوالیو کې د ورقي تذکرو د وېش او د رأیو ورکوونکو د نوم لیکنې پروسه روانه ده، خو د ولسي جرګې ځیني غړي په دې برخه کې د ستونزو خبر ورکوي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، په دې برخه کې د خلکو ستونزې حل شوي نه دي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي
د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي

ده په دې تړاو د اړوندو بنسټونو جدي پام وغوښت او زیاته یې کړه:

"د تذکرو د وېش په برخه کې چې د انتخاباتو اړونده یوه مهمه موضوع ده، د خلکو ستونزې په کې پرځای پاتې دي، د تذکرو د وېش اداره مو مخاطبه ده چې په دې برخه کې د ولایتونو او ولسوالیو په کچه جدي اقدامات ولري چې د خلکو ستونزې هوارې شي."

د افغانستان د نفوسو د احوال ثبتولو اداره وايي، د ورقي تذکرو د وېش د ملي کمپاین له پیل راهیسې کابو دوه میلیونو کسانو دغه تذکرې اخیستې دي.

د دغې ادارې په خبره، په پام کې لري چې د ورقي تذکرو د وېش په دغه کمپاین کې لسو میلیونو کسانو ته دغه تذکرې ووېشي.

د دغو تذکرو د وېش کمپاین د ۹۶ لمریزکال د دلوې په نیمايي کې پیل شو.

همدا شان د رأیو ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر په مرکز او ولایتونو کې د روان کال د حمل په ۲۵ مه او په ولسوالیو او کلیو کې د ثور په ۲۵ مه پیل شو چې اوس هم دوام لري.

د نفوسو د احوال ثبتولو د اداې مسؤلینو ویلي چې دغه لړۍ په ټول افغانستان کې په شفافه توګه پرمخ ځي.

بل خوا د ولسي جرګې یو شمېر غړي اندېښمن دي چې په دغه کمپاین کې درغلۍ شوي او یو کس څو تذکرې اخیستي دي.

د دغې جرګې ځیني غړي وايي، سربېره پر دې چې دغه بهیر په سستۍ سره پرمخ ځي، په ځینو سیمو کې دغه مرکزونه حتی جوړ شوي هم نه دي.

د ولسي جرګې دوه غړي الله ګل مجاهد او غلام حسین ناصري وایي:

"د کابل ولسوالۍ امنیت کې دي، خو چلند پکې دوه ګونی دی، په کومه ولسوالۍ کې چې ۱۲۰۰۰۰ کورونه لري، د تذکرو د وېش لپاره یې څلور کسان ورلېږلي چې دا د خلکو د حقونو ترپښو لاندې کول دي."

"د قانون له مخې حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مکلف دی چې په شرایطو برابرو کسانو ته مناسب، عادلانه او مساوي فرصتونه برابرکړي."

خو دافغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون غړی سید حفیظ اله هاشمي په پروسه کې تبعیضي چلند ردوي وايي، په امنو سیمو کې له پلان سره سم او د تشکیل او بودجې په پام کې نیولوسره ، د کمیسیون غړي استول کیږي.

راپورخان محمد سیند.

XS
SM
MD
LG