د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

د نورستان والي: ډیري ولسوالیو ته د ټاکنو له‌پاره د نوم‌ليکنې توکي رسیدلي


د نورستان چارواکي وايي، اکثرو ولسوالیو ته يې د نوم‎لېکنې وسایل رسولي او کومو ته چې نه‎دي رسېدلي هغوی ته به‎يې هم ډېر ژر د هوا له لارې انتقال کړي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د جمعې په سهار ازادي راډیو ته وویل، د نورستان زیاتو ولسوالیو ته‎يې په ټاکنو کې د ګډون له‎پاره د نوم‎لېکنې ټول توکي رسولي دي.

والي وړاندې وویل:

"د نورګرام، واما، وایګل، کامدیش او برګي‎مټال ولسوالیو ته مو مواد ورسول، د نوم‎لېکنې بهیر چټک شوی. په‎دې درې-څلورو ورځو کې ګراف لوړ دی، ما چې تېره ورځ معلومات ترلاسه کړي وو؛ په هغه کې راته ویل شوي چې ۴۷۰۰ کسانو نومونه لیکلي وو او کومو سیمو ته چې مواد نه‎دي رسیدلي، هلته به يې هم د هوا لارې انتقال کړو."

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم

د نورستان والي زیاته کړه، تر اوسه يې د نوم‎لیکنې او د تذکرو د ویش په برخه کې کومې امنیتي ستونزې سره نه‎دی مخ شوی او که څوک د ګډوډۍ او مشکلاتو پیدا کولو هڅه وکړي، نو افغان ځواکونه او قومونه به يې هڅې ورشنډې کړي.

د لویدیځ نورستان د درېیو ولسوالیو اوسیدونکو تېره اوونۍ په یوه غونډه کې پریکړه کړې وه چې ټول به تذکرې اخلي او نوم‎لېکنه به کوي او همدا راز به د یادو دوو پروسو د مامورینو امنیت ساتي.

عبدالغفار یې په اړه وایي:

"قومونو پریکړه وکړه چې حکومت به د تذکرو او نوم‎لېکنې په برخه کې اسانتیاوې برابروي او ولس به يې د مامورینو امنیت ساتِ، ټول خلک به تذکرې اخلي، نوم‎لیکنه به کوي او په ټاکنو کې به برخه اخلي."

نورستان یو غرنی ولایت دی چې کامدیش، برګي‎مټال، دواب او منډول ته يې ډېری وختونه غځېدلې لارې د دولت د وسله‎والو مخالفینو له‎خوا د حکومت پلوه کسانو پر وړاندې بندې وي.

تر اوسه دا نه‎ده معلومه چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو له‎پاره روانه نوم‎لېکنه به د ولس د پریکړې پراساس د امنیت په فضا کې ترسره شي؟

د نوم‎لېکنې پروسې یوه میاشت د ولایتونو په مرکزونو کې دوام وکړ، اوس د دې ترڅنګ چې په مرکزونو کې دغې پروسې ته یوه میاشت نور وخت هم ورکړل شو، خو د دې ترڅنګ تېره سې شنبه یاده پروسه ولسوالیو ته هم وغځېده.

راپور: روح‎الله نوري- نورستان

XS
SM
MD
LG