د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

د ایران د اټمي تړون د بدیل لپاره د واشنګټن تازه هڅې!


د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وایي، امریکا دې ته ژمنه ده چې له خپلو متحدانو سره کار وکړي، څو د ایران د اټمي تړون پر ځای یوې بلې موافقت‎نامې ته لار هواره شي.

مایک پامپیو د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۲» په داسې وخت کې دا خبره د امریکا د استازو جرګې یوې استماعیه غونډې ته وکړه چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر په همدې ورځ وویل چې تر ټولو غوره لار چې د ایران د اټمي وسلو مخه ورسره نیول کېدای شي، د ۲۰۱۵ میلادي کال لاسلیک شوی تړون دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وایي، واشنګټن به له خپلو شریکانو سره هڅې وکړي چې د ایران د اټمي او غیر اټمي ګواښونو د مخنیوي لپاره یوې نوې توافق‎نامې ته لار هواره کړي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

مایک پامپیو د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۲» وویل:

"د دوشنبې په ورځ «د مې ۲۱مه» ما د ایران د ستراتېژۍ له یوه نوي مسیره پرده پورته کړه. موږ په بې‎ساري ډول فشارونه د دفاع وزارت له پوځي فشارونو سره همغږه کړل، موږ د ایران د خلکو ملاتړ کوو، خو تر ټولو مهم دا چې د یوه نوي تړون لپاره باید ایران خپل چلند بدل کړي. زموږ هر څومره شریکان، همکاران، دوستان او متحدان چې وي، د ایران د اټمي او غیر اټمي ګواښونو د مخنیوي هدف ته د رسېدو لپاره ورسره کار کوو."

ایران د نړۍ له شپږو پیاوړو هېوادونو، متحده ایالاتو، روسیې، چین، بریتانیا، فرانسې او جرمني سره په ۲۰۱۵ میلادي کال کې اټمي تړون لاسلیک کړ، د دې تړون له مخې دغو هېوادو ژمنه وکړه چې پر ایران به بندیزونه سست کړي او په بدل کې به‌یې ایران د یورانیمو له غني کېدو لاس اخلي.

امریکا غواړي د ایران د اټمي او غیر اټمي ګواښونو د مخنیوي لپاره یوې نوې توافق‎نامې ته لار هواره شي.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ له اوږدې مودې راهیسې پر دې تړون انتقاد کاوه او ویل‎یې چې ایران د دې تړون له روحیې څخه سرغړونه کړې ده.

ولسمشر ټرمپ د روانې میاشتې په لومړیو کې اعلان وکړ چې واشنګټن له دې تړونه بهر شو، خو د تړون نور غړي هېوادونه هڅې کوي چې دا تړون حفظ کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس

سره له دې چې امریکا هڅه کوي چې خپل متحدان راغونډ کړي، څو د ایران د اټمي فعالیتونو د مخنیوي لپاره یوه نوي تړون ته لار پرانیزي، خو د واشنګټن د یوه نږدې متحد د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس په واشنګټن کې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۲» ټینګار وکړ چې هېواد به‎یې له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړونه بهر نه‎شي.

هایکو ماس وویل، ده د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټون ته د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۲» په واشنګټن کې د خبرو پر مهال د جرمني او اروپا دغه دریځ روښانه کړ.

XS
SM
MD
LG