د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر له امریکايي چاوراکو سره د ایران پر اټمي موافقه غږېږي


د جرمني د بهرنیو چارو وزیر به په واشنګټن کې له خپل امریکایي سیال او نورو چارواکو سره په کتنو کې چې نن‌یې پیلوي، تر ډېره د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړونه د امریکا د وتلو او پر تهران د واشنګټن له‌خوا د نویو بندیزونو پر عواقبو خبرې وکړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس به نن د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت له سلاکار جان بولټون سره وګوري.

له دواړو چارواکو سره د ماس خبرې به تر ډېره د ۲۰۱۵ کال د ایران له اټمي تړونه د امریکا د وتلو پر عواقبو څرخي.

دغه کتنې دوه ورځې وروسته له هغې ترسره کېږي چې متحده ایالاتو ژمنه وکړه چې پر تهران به دومره سخت بندیزونه ولګوي چې په تاریخ کې نه‌دي لګول شوي.

د نړۍ له شپږو قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړونه د امریکا له وتلو وروسته جرمني، فرانسې او بریتانیا چې د دې تړون درې نور اروپایي لاسلیک کوونکي او د امریکا نږدې متحدین دي، هڅه کوي چې دغه تړون چې له مخې یې د ایران د اټمي فعالیتونو د بندېدو په بدل کې پر تهران بندیزونه لیرې شوي و، وژغوري.

د دې تړون دوه نور لاسلیک کوونکي، چین او روسیه هم د هغه د ساتلو غوښتونکي دي.

په خپله ایران بیا ویلي چې له دغه تړونه یوازې د اروپایي ټولنې سیاسي ملاتړ کافي نه‌دی، بلکې باید تهران ته دا ډاډ ورکړي چې ګټې به‌یې خوندي کېږي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د سې شنبې په ورځ د امریکا د کانګرس له یوه پلاوي سره په کتنه کې وویل چې جرمني او همدا شان اروپا کلکه اراده لري چې د دغه تړون د ژغورلو او هم په هغه کې د ایران د ساتلو لپاره هر هغه څه چې اړتیا یې وي، ترسره کړي.

ماس ټینګار وکړ چې دغه دریځ‌یې د خپلو امنیتي ګټو په خاطر غوره کړی.

د هغه فرانسوي سیال د بهرنیو چارو وزیر ژان لودریان نن وویل چې پاریس به سر له دې چې ښایي د بالیستیک توغندیو د پروګرام او په سیمه کې د ایران د نفوذ د مخنیوي په برخو کې له واشنګټن سره موافق وي، د دغه تړون د ساتلو لپاره هڅو ته دوام ورکړي.

لودریان د فرانسې له انټر راډیو سره په مرکه کې وویل چې موږ له دغه میتود سره مخالف یو ځکه دغه ډول بندیزونه به چې پر ایران لګول کېږي، له خبرو یا ډیالوګ سره مرسته ونه‌کړي، بلکې برعکس په دې هېواد کې به محافظه‌کاران پیاوړي او ولسمشر حسن روحاني به چې د خبرو غوښتونکی و، کمزوری کړي.

هغه زیاته کړه چې دغه دریځ به بالاخره سیمه له هغې چې نن ده، لا خطرناکه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د دوشنبې په ورځ په خپله وینا کې په سوریه، لبنان او یمن کې له وسله‌والو ډلو د ملاتړ د ختمولو په ګډون له تهران سره د نوي تړون لپاره یو لړ شرطونه کېښودل.

مایک پامپیو
مایک پامپیو

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان بولټون هم نن «سي. اېن. اېن» ټلوېزیون ته وویل چې په ایران کې د رژیم بدلول په اوس وخت کې د امریکا د ادارې د پالېسۍ یوه برخه نه‌ده.

بولټون دغه‌راز ډاډ څرګند کړ چې اروپایي هېوادونه به بالاخره د ایران په وړاندې د امریکا له پرېکړې سره یوځای شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف نن د ایران له دولتي ټلوېزیون سره په مرکه کې د ایران په اړه د پامپیو څرګندونې نادرستې او هغه‌یې د زړو خیالاتو محصول وبللې.

XS
SM
MD
LG