د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پر ایران د امریکا د نويو سختو بندیزونو د لګولو د اعلان تر څنګ وویل چې دا هېواد په سیمه کې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.
هغه د افغان طالبانو نوم هم واخیست او ویېویل:
"ایران باید د افغان طالبانو او په سیمه کې د نورو ترهګرو ډلو ملاتړ پای ته ورسوي او په خپله خاوره کې د القاعده لوړپوړو مشرانو ته پناه ورنهکړي."
دا د ایران په وړاندې د امریکا د بهرني سیاست د نوې تګلارې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپیو څرګندونې وې چې په واشنګټن کې په هریتیج تحقیقاتي مرکز کې د وینا په ترڅ کې یې وکړي.
پامپیو په سیمه کې د ایران د رژیم فعالیتونو ته چې امریکا او یو شمېر نور متحدینیې ورانکاره فعالیتونه بولي، په اشاره وویل:
"د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک باید په منځني ختیځ او نړۍ کې د ترهګرو او نورو متحدو وسلهوالو ډلو ملاتړ پای ته ورسوي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه وینا شااوخوا دوه اوونۍ وروسته له هغې کوي چې امریکا د نړۍ له شپږو قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړونه ووت.
له دغه تړونه په وتلو سره پر ایران د امریکا هغه بندیزونه چې د دغه تړون په لاسلیک کېدو سرهیې لیرې کړي وو، بېرته لګول کېږي.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وویل چې واشنګټن به پر ایران له دې زیات دومره قوي بندیزونه ولګوي چې په جاري کېدو سره بهیې په تاریخ کې پر دې هېواد نهوي لګول شوي.
د پامپیو په وینا که د ایران رژیم خپله لاره بدله نهکړي د دغو بندیزونو اغېز به ډېر دردونکې وي.
دی وايي:
"موږ به د ایران پر رژیم بېساری مالي فشار عملي کړو. په تهران کې مشران دې زموږ په جدیت کې هېڅراز شک نهلري. د امریکا د خزانې په وزارت کې زموږ له همکارانو مننه کوم چې بندیزونهیې ولګول او اوس په بشړ ډول عملي کېږي."
پامپیو ایران ته د ۱۲ فقرو شرطونه کېښودل چې دا هېواد یې باید پوره کړي، تر څو واشنګټن ورسره پر نوي اټمي تړون موافقه وکړي.
هغه ټینګار وکړ چې په ایران کې چارواکي باید زموږ د ادارې پر ارادې شک ونهکړي.
د هغه په وینا پر ایران د نویو بندیزونو د جاري کېدو په صورت کې به د دې هېواد ډېرې هڅې پر دې څرخي چې خپل اقتصاد وژغوري او د هغه د ثبات او په سیمه لکه په لبنان، سوریه، عراق او یمن کې به له ترهګرو ډلو د مالي ملاتړ ترمنځ یوه لاره غوره کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې که ایران ستر بدلونونه راوستل، متحده ایالات به پر دې هېواد ټول بندیزونه لیرې کړي.
له ایران سره د نړۍ د پیاوړو قدرتونو له اټمي تړونه د امریکا له وتلو سره د دې هېواد د خزانې وزارت اروپایي شرکتونو ته چې له ایران سرهیې سوداګري پیل کړې یا په دې هېواد کې پانګونه کوي، ۹۰ ورځې وخت ورکړی چې خپل فعالیتونه پای ته ورسوي.
خو د اروپایي ټولنې مشرانو چې له ایران سره یوځای یې ژمنه کړې چې دغه تړون به ساتي، پر ځینو لارو چارو غور کوي چې د امریکا د بندیزونو له خطرونو خپل شرکتونه وساتي.