د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

ډونالد ټرمپ: امریکا د ایران له اټمي موافقې وځي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ له سپینې ماڼۍ څخه په وینا کې اعلان وکړ چې هېواد به‌يې له ایران سره د نړیوالو قوتونو د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې ووځي.

نوموړي وویل:

"زه نن اعلان کوم چې متحده ایالات به د ایران له اټمي معاملې ووځي. په څو شېبو کې به زه یو ریاستي یادداشت لاسلیک کړم چې په دې سره به پر ایراني رژیم له‎سره اټمي بندیزونه لګېدل پیل شي."

ولسمشر ټرمپ دغه‌راز پر ایران د سختو اقتصادي بندیزونو د بیا لګولو خبره هم وکړه.

نوموړي وویل، د ایران د اټمي ګواښونو د مخنیوي لپاره به د امریکا له متحدانو سره پر یوه جامع او دوامداره حل‎لاره کار وکړي چې د ښاغلي ټرمپ په وینا د ایران د ترورېستي فعالیتونو او د بالیسټیک توغندیو د پروګرام ګواښونه له‎منځه یوسي.

اخوا بیا د ایران ولسمشر حسن روحاني د ډونالد ټرمپ د دې اعلان په عکس‎العمل کې خبرداری ورکړ چې که له اروپايي هېوادونو سره د اټمي موافقې په اړه خبرې ناکامه شي، نو تهران به په راتلونکو څو اوونیو کې تر پخوا زیات د یورانیمو غني کول او اټمي فعالیتونه له سره پیل کړي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

روحاني په ټلوېزیوني وینا کې وړاندې وویل:

"له همدې شېبې څخه د عمل ګډ او جامع پلان د ایران او پنځو هېوادونو ترمنځ موافقه ده. له همدې شېبې یو له پنځه جمع یو نه بهر شو. په‎دې حالت کې موږ باید د دې موافقې په اړه د ۶ هېوادونو چلند ته منتظر شو."

د ایران ولسمشر وویل، د هېواد د اټمي انرژۍ ادارې ته‌يې ویلي دي چې هر کله اړتیا وه تر پخوا دې زیات د یورانیمو غني کول پیل کړي.

بریتانيا، فرانسې او جرمني چې هڅې يې وکړې ولسمشر ټرمپ قانع کړي چې له‎دې موافقې ونه‌وځي، د امریکا د جمهور رئیس د اعلان په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست او د امنیتي چارو مسؤله فدریکا موګرېني ویلي چې د ایران اټمي موافقه لویه ډیپلوماتیکه لاسته راوړنه ده او دا اتحادیه به‌يې برخه پاتې شي.

د ډونالد ټرمپ تر اعلان مخکې روسيې خبرداری ورکړی و چې که امریکا د ایران له اټمي موافقې ووځي، نو یو جدي حالت به رامنځته شي.

XS
SM
MD
LG