د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

ایران ولې په افغانستان کې د اوبو د مدیریت له چارو سره حساسیت ښکاره کوي؟


د اوبو د مدیریت متخصصین وايي، ایران تر خپل حق زیات اوبه ترلاسه کړي او په دې برخه کې هر ډول لانجې یې په زیان تمامېږي.

د ایران او افغانستان ترمنځ د اوبو پر سر لانجه په دې وروستیو کلونو کې زیاته شوې او تازه ایران ګواښ کړی چې که‌یې د افغانستان له لارې د اړتیا وړ اوبه تأمین نه‌شي متقابل عمل کوي.

دا ګواښ د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د ایران ملي شورا ته په وینا کې کړی.

خو د اوبو د برخې متخصص او سیاسي شنونکی نجیب‌الله منلی وايي، ایران په ځینو مواردو کې د ۱۳۵۱ کال له تړون ناسمه استفاده کړې او تر خپل حق زیاتې اوبه‌یې ترلاسه کړې دي.

له ښاغلي منلي سره صفي‌الله ستانکزي مرکه کړې او په سر کې یې دا پوښتنه کړې چې ایران ولې په افغانستان کې د اوبو د مدیریت او د بندونو د جوړلو له چارو سره حساسیت ښکاره کوي؟

د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:16 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG