د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، واشنګټن به کلکه هڅه وکړي چې د ایران په وړاندې یو ائتلاف جوړ کړي او غواړي د ټولې نړۍ ګڼ شمېر هېوادونه پهکې شامل شي، څو د ایران د رژیم فعالیتونو ته له یوې حقیقي زاویې وکتل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هدر ناوئرټ پرون پنجشنبې خبریالانو ته وویل، ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپئو به د دې هېواد د بهرنۍ پالیسۍ د روښانولو لپاره په خپله لومړۍ وینا کې د نوي ائتلاف د جوړېدو خبر ورکړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل، د ایران د رژیم په فعالیتونو کې د بې ثباتۍ لپاره ټول هغه اقدامات شامل دي چې نه یوازې د سیمې بلکې د نړۍ لپاره ګواښ ګڼل کېږي.
مېرمن ناوئرټ وویل، دا ائتلاف به د ایران د خلکو پر ضد نهوي ځکه د هغې په وینا د امریکــــا حکومت د اسلامي رژیم او د رژیم د بدو اقداماتو برعکس د ایران د خلکو ترڅنګ په کلکه ولاړ دی.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ اعلان وکړ چې امریکا له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې وځي.
ښاغلي ټرمپ د داسې یوې نوې موافقې غوښتنه کړې ده چې د ایران پر اټمي پروګرام، بالسټیک توغندیو او په ټول منځني ختیځ کې د افراطي ډلو د ملاتړ له کبله پر دې هېواد محدودیتونه زیات کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې دا ائتلاف د متحد ایالاتو په مشرۍ په سوریه او عراق کې د داعش ډلې پرضد ائتلاف سره تشبیه کړ.
پهدې ائتلاف کې چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې رامنځ ته شو اوس مهال ۷۵ هېوادونه او سازمانونه غړي دي.
همدې ائتلاف د افراطي اسلامپالو ډلو پر ضد په عراق او سوریه کې مداخله وکړه، خو د ائتلاف یوازې کم شمېر غړو په هغو مهمو عملیاتو کې برخه اخېستې ده چې په نتیجه کې یې دې افراطي ډلو ته د جګړې په ډګر کې تقریباً ماته ورکړل شوه.
خو پهدې اړه چې د ایران پر ضد په وړاندیز شوي ائتلاف کې هم د پوځي عملیاتو احتمال شامل دی کهنه؟ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې څه ونه ویل.
مېرمن ناوئرټ وویل چې د دوشنبې په ورځ به شاوخوا ۲۰۰ بهرني ډیپلوماتان د بهرنیو چارو په وزارت کې حاضر شي او هلته به هغو ته د ایران له اټمي موافقې د امریکا د وتلو په برخه کې د ولسمشر ټرمپ د پرېکړې په اړه معلومات ورکړل شي.
پهداسې حال کې چې د بریتانیا، فرانسې او جرمني په ګډون ځینې اروپايي هېوادونه له ایران سره د اټمي موافقې د ژغورلو هڅه کوي له مېرمن هدر ناوئرټ څخه دا پوښتنه هم وشوه چې ایا د امریکا اروپايي متحدان به په نوي ائتلاف کې شامل شي کهنه؟ هغې په ځواب کې وویل چې د امریکا له اکثر متحدانو سره د ایران په برخه کې لازم تفاهم شته او د ایران د اقداماتو په وړاندې بې توپیره نهشي پاتې کېدای.