نړۍ
لاوروف: ټرمپ له ایران سره د اټمي ټړون د کمزوري کولو هڅه کوي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ تورن کړی چې د ایران سره د نړۍ د پیاوړو هېوادونو لهخوا د شوي اټمي تړون د کمزوري کولو هڅه کوي.
لاوروف ویلي، په دې اړه د ولسمشر ټرمپ وروستی بیان د دې تړون لغوه کېدو ته لاره هوارولای شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ په تېر کال کې د روسیې د ډیپلوماتیکو هڅو په اړه په یوه خبري غونډه کې وویل، د ولسمشر ټرمپ د وروستیو څرګندونو هدف په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ایران د اټمي پروګرام په اړه د شوي نړیوال تړون سستول دي او په دې برخه کې خوشبیني او ثبات سره مرسته نهکوي.
له ایران سره د دې هېواد د اټمي پروګرام د محدودولو تړون د امریکا متحده ایالاتو، فرانسې، بریتانیا، روسیې، جرمني او چین لاسلیک کړی دی.
د دې تړون له مخې، ایران خپل اټمي پروګرام محدودوي او په بدل کې یې پر دې هېواد لګېدلي بندیزونه لیرې کېږي.
خو ولسمشر ټرمپ وايي، که چېرې په دې تړون کې هغه څه چې نوموړی یې سترې نیمګړتیاوې بولې، سمې نهشي، نو متحده ایالات به له دې تړون څخه ووځي.
ټرمپ د جنورۍ د میاشتې په ۱۲مه د دې تړون له مخې پر ایران د امریکا د بندیزونو لیرې کېدل د ۱۲۰ نورو ورځو لپاره تمدید کړل، خو نوموړی غواړي چې په دې موده کې دا تړون په یوې جلا موافقې پیاوړی شي.
تهران پر دې تړون هر ډول بیا خبرې کول رد کړې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د بنګله دیش کریکټ ملي لوبډلې د پاکستان لوبډلې ته کلکه ماته ورکړه
د بنګله دیش د کریکټ ملي لوبډلې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د کریکټ ملي لوبډلې ته د پنځوس اوریزې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې پیاوړې ماته ورکړه.
په دغې لوبه کې، چې د داکې په سټډیوم کې ترسره شوه پاکستان بنګله دیش ته ۱۱۵ منډې هدف ورکړ، خو بنګله دیش په پنځلسم اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف ته ځان ورسوه.
د دغو دواړو ټیمونو ترمنځ د پنځوس اوریزې لوبلړۍ دویمه لوبه د جمعې په ورځ او وروستۍ هغه یې د یکشنبې په ورځ ترسره کیږي.
سپینه ماڼه؛ د ایران په جګړه کې د موخو له ترلاسه کیدو سره د تیلو او ګازو بیې به ښکته شي
د سپینې ماڼې ویانده وايي، " د ایران په جګړه کې د امریکا او اسراییلو د ګډو موخو په پوره کیدو سره به ډیر ژر د نړۍ په بازارونو کې د تیلو او ګازو بیې راښکته شي".
کارولین لویت چې پرون سه شنبې خبریالانو ته خبرې کولې وویل،"خلکو ته ډاډ ورکوو چې د تیلو او ګازو د بیو لوړیدل موقتي دي".
اوسمهال د نړۍ په بازارونو کې د یو بیرل تیلو بیه ۱۱۹ ډالرو ته رسیږي.
دا د ۲۰۲۲کال راهیسې لومړی ځل دی چې د تیلو بیې په دغه کچه په نړیوالو بازارونو کې لوړیږي.
د لویت په ټکو، "ولسمشر ټرمپ او د انرژۍ ټیمونه په دقیقه توګه د نړیوالو بازارونو څارنه کوي او د صنعت برخې له مدیرانو سره په اړیکه دي".
هغې وړاندې وویل، "د امریکا پوځ هڅه کوي د هرمز تنګي د بیرته خلاصیدو لارې چارې ومومي".
ایران په هرمز تنګي کې د هر ډول کښتو پر تګ راتګ بندیز لګوی دی.
له دې تنګي د نرۍ یو پر پنځه برخه تیل صادرتیږي.
بل پلو، قطر، سعودي عربستان او یو شمیر هېوادونو نړیوالو بازارونو ته د تیلو عرضه کمه کړې چې ورسره د ریکارډ په کچه د تیلو بیې لوړې شوي دي.
سپاه پاسدارن؛ اسراییلو او منځني خیتځ هېوادونو کې یو شمیر اهداف ویشتل شوي
د ایران سپاه پاسدارانو ځواکونو ادعا کړې چې نن چهارشنبې په اسراییلو او منځني خیتځ هېوادونو کې یو شمیر اهداف په نښه کړي دي.
فرانس پرس خبري اژانس راپور ورکړی چې په تل ابیب کې دغو بریدونو څو کسان ټپیان کړي.
سپاه پاسدارن ادعا کوي چې په بحرین، سعودي عربستان یو عراق يې کې یو شمیر اهداف ویشتي دي.
د عربستان دفاع وزارت وايي، نن چهارشنبې يې څو بالستیک توغندي او بې پیلوټه الوتکې چې د ایران له خوا توغول شوې وې له منځه وړي.
بل پلو، واشینګټن پوسټ ورځپانې خبر وکړی چې په عراق کې د امریکا پر ډپیلوماټیک ماموریت هوايي بریدونه شوي دي.
تراوسه د دغو بریدونو له کبله د مرګژوبلې راپورونه ورکړل شوي نه دي.
پر ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو نن دولسمه ورځ ده.
اسراییل ادعا کوي چې پرون سه شنبې يې د بندرعباس، قدس او تبریز ښارونو په ګډون په ډیر شمیر سیمو هوايي بریدونه کړي دي.
د جرمني صدراعظم؛ اندیښمن یم چې امریکا او اسراییل د ایران د جګړې د پایته رسولو لپاره هیڅ پلان نه لري
د جرمني صدراعظم فردریش مرتز وايي، "اندیښمن دی" چې امریکا او اسراییل د ایران د جګړې د پایته رسولو لپاره هیڅ پلان نه لري.
مرتز دا څرګندونې د سه شنبې په ورځ د (مارچ ۱۰مه) په برلین کې د چک له صدراعظم سره په کتنه کې کړي دي.
د هغه په ټکو،" یوه اونۍ کیږي چې امریکا او اسراییلو له ایران سره په جګړه کې ښکیل دي او د هرې ورځې په تیریدو سره په دې اړه پوښتنې په زیاتیدو دي".
هغه وړاندې وویل،"موږ په ځانګړې توګه اندیښمن یو چې د دغې جګړې د پایته رسولو لپاه هیڅ ډول پلان او برنامه په پام کې نشته".
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي،"له ایران سره جګړه تقربیا خلاصه ده او کولی شو چې دا جګړه ژر پایته ورسوو".
ولسمشر ټرمپ له دې وړاندې د ایران پر وړاندې د جګړې لپاره څلور اونۍ وخت ټاکلی وو.
نن چهارشنبې پر ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو دولسمه ورځ ده
نن چهارشنبې پر ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو دولسمه ورځ ده.
پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډيوګانو کې ښکاري چې د سه شنبې په ورځ په تبریز کې د اطلاعاتو اداره او د سپاه پاسداران ځواکونو مرکزونه په نښه شوي دي.
بل پلو، پرون سه شنبې د ایران د نورو ښارونو سربیره عباس بندر او قدس ښارونه هم په هوايي بریدونو کې په نښه شوي وو.
پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د قدس په ښار کې پرله پسې چادونې کیږي.
د امریکا دفاع وزیر پیټ هګست د سه شنبې په ورځ پر ایران د هوايي بریدونو د زیاتیدو خبرداری ورکړی وو.
په تهران کې د هالنډ سفارت کوونکي باکو ته انتقال شوي
د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی چې په تهران کې د سفارت یو شمیر کارکوونکي يې اذربایجان ته انتقال کړي دي.
تام برندسن د سه شنبې په ورځ د (مارچ ۱۰مه) پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،"د سفارت کارکوونکو ته په ایران کې د امنیتي خطراتو د زیاتیدو له کبله د سفارت فعالتونه په موقته توګه د اذربایجان پلازمینې باکو ته انتقال شوي دي".
د هغه په ټکو،"که چیرته امنیتي وضعیت ښه شو پریکړه به وکړو چې څه وخت او په کومو شرایطو بیرته په تهران کې سفارت پرانیزو".
هسپانیا، اتریش او ایټالیا هغه هېوادونه دي چې د جګړې له پیل راهیسې يې په موقت ډول خپل سفارتونه باکو ته انتقال کړي دي.
استرالیا د ایران د فوټبال ۵ ښځینه لوبغاړو ته پناه ورکړه
استرالیا د سېشنبې په ورځ د ایران د ښځو د فوټبال ملي ټیم پنځو غړو ته د بشري خواخوږۍ پر اساس ویزه ورکړه. استرالیا دا کار وروسته له هغه وکړ چې دغو ښځو د پناه غوښتنه وکړه.
د دوی په وینا، که بېرته خپل هېواد ته ستنې شي، نو د آسیا جام د یوې سیالۍ په پیل کې د ملي سرود له ویلو د انکار له امله به له ځورونې او قانوني تعقیب سره مخامخ شي.
د استرالیا صدراعظم انتوني البانیز د سېشنبې په ورځ په پلازمېنه کانبرا کې یوې خبري غونډې ته وویل: «استرالیایان د دغو زړورو ښځو له سخت وضعیت څخه ډېر متاثره شوي دي.»
البانیز زیاته کړه: «هغوی دلته په امن کې دي او باید دلته د خپل کور احساس ولري.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دې لوبغاړو ته په استرالیا کې د پاتې کېدو دې اجازې ورکولو له امله د البانیز ستاینه کړې ده. هغه په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې که استرالیا دا لوبغاړې نه وای منلې، نو متحد ایالتونه چمتو وو چې هغوی ومني.
حزب الله پر سوریې د توپ ګولۍ ویشتي
د سوریې دولتي خبري اژانس سانا د سېشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د سوریې د پوځ چارواکو ویلي چې له لبنان څخه د توپ ویشتل شوې ګولۍ د دمشق لوېدیځ ته د سرغایا ښار ته نژدې لګېدلي دي.
د سوریې پوځ د ایران له ملاتړه برخمنه شیعه ډله حزبالله تورنه کړه چې د سوریې د پوځ پر پوستو یې بریدونه کړي دي. پوځ همداراز ویلي چې د سوریې او لبنان پر پوله د حزبالله د مرستندویو ځواکونو تحرکات لیدل شوي دي.
د پوځ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: «د سوریې عربي پوځ به د سوریې پر خاورې هېڅ ډول تېری ونه زغمي.»
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د اسرائیل او حزبالله ترمنځ نښتې سختې شوې دي. لبنان تېره اوونۍ وروسته له هغه د منځني ختیځ جګړې ته ور داخل شو چې حزبالله د علي خامنهيي د وژل کېدو په غبرګون کې پر اسراییل برید وکړ.
ټرمپ وايي، که ایران هرمز تنګی بند کړی، شل برابره سخت ګوزار به پرې وکړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د دوشنبې په ورځ په سوشل ټروت کې ولیکل:
«که ایران په هرمز تنګي کې د تېلو د صادراتو مخه ونیسي، متحد ایالتونه به پر هغوی داسې ګوزار وکړي چې د هغه څه به شل چنده سخت وي چې تر اوسه یې تجربه کړی دی.»
ټرمپ د ایران له لوري د داسې اقدام په اړه خبرداری هم ورکړ او ویې ویل:
«سربېره پر دې، موږ به هغه هدفونه له منځه یوسو چې په اسانه له منځه وړل کېدای شي؛ داسې هدفونه چې د ایران بیا رغونه د یو ملت په توګه په عملي ډول ناممکنه کړي. مرګ، اور او قهر به پرې واکمن شي — خو هیله لرم او دعا کوم چې داسې څه ونه شي.»
بلخوا د تهران او د البرز ولایت د اوسېدونکو له لوري رسېدلي راپورونه ښيي چې د دوشنبې په ماښام او د سېشنبې د سهار (د حوت ۱۹مه) په لړ کې د امریکا او اسرائیل له خوا د ایران پر ځینو سیمو د هوايي بریدونو نوې څپه پیل شوې ده. د دې بریدونو په ترڅ کې په تهران، کرج او شاوخوا سیمو کې د جنګي الوتکو د الوتنې او ګڼو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د ټولنیزو شبکو د راپورونو له مخې، د عیني شاهدانو په وینا د شپې په دوولس بجې او ۱۰ دقیقې د تهران په بېلابېلو سیمو لکه تهرانسر، کوهک، میرداماد، سیدخندان، نارمک، مجیدیه، اکباتان، ستارخان، قیطریه، فرمانیه او جردن کې د چاودنو پرلهپسې غږونه اورېدل شوي دي. ځینو اوسېدونکو د ودانیو د سختې رپېدنې او د ټیټې ارتفاع په کچه د جنګي الوتکو د الوتنې خبر هم ورکړی دی.
همداراز د مهرآباد هوايي ډګر ته نژدې او د تهران په شمال ختیځ او لوېدیځ کې د څو نورو چاودنو راپورونه هم خپاره شوي دي.
دامریکا بهرنیو چارو وزیر وايی ایران د سیمې په هیوادونو بریدونو سره غواړي نړۍ یرغمله کړي
دامریکا بهرنیو چارو وزیر وايی ایران د سیمې په هیوادونو هوايی بریدونو سره «هلې ځلې کوي چې نړۍ یرغمله کړي. »
مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ ( دکب په اتلسمه ) واشنګټن کې د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې د یو لړ مراسمو په ترځ کې ایران دیرغمل نیونکوو ترټولو لوی ملاتړی هیواد وباله او ټینګار یې وکړ چې متحد ایالات داسې چلند نه شي زغملی او په ټکو یې د یرغمل نیونې دیپلوماسۍ ته نه داخلیږي.
ښاغلي روبیو ټینګار وکړ چې واشنګتن ایران سره په جګړه کې د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لور ته روان دی.
دوشنبې په ایران باندې د امریکا او اسرائیلو دګډو بریدونو په لسمه ورځ د تهران ، کرج، اصفهان ، شیراز او اهواز په شمول دایران په څو ښارونو کې د هوايي بریدونو او چاودنو رپوټ ورکړل شو.
د اسرائیلو اردو په خپله ایکسپاڼه اعلان وکړ چې «د بریدونو یوه پراخه همهاله څپه یې دایران په بنسټیزو تاسیساتو په تهران ، اصفهان او د ایران په جنوب کې پیل کړې. »