د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰

مېرکل: د ایران اټمي تړون بې‌عیبه نه‌دی، خو باید خوندي شي


د جرمني صدراعظمه وایي، اروپایي هېوادونه پوهېږي چې د ایران اټمي تړون اوس بې‌عیبه نه‌دی، خو زیاتوي چې حتی له دې تړونه د امریکا تر وتلو وروسته هم باید هغه خوندي شي.

د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل د مې پر ۱۷مه نن د بلغاریا په مرکز صوفیه کې خبریالانو ته وویل:

"اروپایي ټولنه په دې همنظره ده چې د ایران اټمي تړون اوس بې‌عیبه نه‌دی، خو باید په دې تړون کې پاتې شي او له ایران سره د بالیستیک توغندویي پروګرام په څېر پر نورو مسایلو ډېرې خبرې وکړي."

انګلا مېرکل
انګلا مېرکل

په صوفیه کې د اروپایي ټولنې په سرمشریزه کې ګډونوالو تېره ورځ خپلې ژمنې بیا تکرار کړې چې هڅه به وکړي د ۲۰۱۵ کال دغه اټمي تړون خوندي وساتي او هغه اروپایي کمپنۍ خوندي کړي چې په ایران کې سوداګري کوي.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون نن د مې په ۱۷مه وویل چې اروپایي ټولنه هڅه کوي د دوی هغه کمپنۍ چې له ایران سره سوداګري لري د امریکا له نویو بندیزونو خوندي کړي.

که څه هم تر دې وړاندې د نړۍ تر ټولو لوی تدارکاتي شرکت «اې پي مولر-مایرسک» (A.P. Moller-Maersk) او د فرانسې د تېلو شرکت ټوټال «Total» اعلان کړی چې دوی د امریکا د نویو بندیزونو د رعایتولو لپاره له ایرانه وځي.

ټوټال لومړنۍ لویه اروپایي کمپنۍ وه چې په ۲۰۱۶ کال کې پر ایران د بندیزونو د لیرې کېدو وروسته‌یې په هغه هېواد کې سوداګري پیل کړه.

امانوئل مکرون په صوفیه کې خبریالانو ته وویل نړیوالې کمپنۍ چې ګټې یې په څو هېوادونو کې دي، خپل انتخاب د خپلو ګټو پر اساس کوي.

دوی باید دغه اختیار ته دوام ورکړي.

ټوټال ویلي که د امریکا د نویو بندیزونو څخه‌یې خوندیتوب ډاډمن نه‌شي، نو د نومبر تر څلورمې به د ایران د جنوبي پارس د طبیعي ګازو سیمې د پراختیا له پروژې څخه چې څو میلیارده ډالره ارزښت لري، ووځي.

تهران په پرله‌پسې ډول د ټوټال پروژه د دغه هېواد د اټمي تړون د بریالیتوب یوه نښه بللې ده چې د ایران د تېلو او ګازو د مهمو کمپنیو په بیا راژوندي کولو او عصري کولو کې مرسته کوي.

د امریکا د خزانې وزارت تېره اوونۍ بهرنیو کمپنیو ته یاداشت ورکړی وو چې دوی له درېیو تر شپږو میاشتو وخت لري مخکې تر دې چې د امریکا د بندیزونو د سرغړونې له کبله له احتمالي جریمې سره مخامخ شي، له ایران سره خپلې سوداګرۍ بندې کړي.

امریکا تر دې وړاندې اروپایي او اسیایي بانکونه او د میلیاردونو ډالرو سوداګرۍ د دوی د بندیزونو د نه‌مراعاتولو له کبله جریمه کړې دي.

ایران پر اروپایي مشرانو غږ کړی چې د دې تړون له مخې د اقتصادي ګټو دوام تضمین کړي او خبرداری یې ورکړ چې که دا کار ونه‌شي تهران به د یورانیمو د بډاینې چارې پیل کړي.

XS
SM
MD
LG