د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۴ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۷:۲۴

اروپايي ټولنه پر ځینو اروپايي شرکتونو یوه حقوقي پروسه پیلوي


اروپايي ټولنه نن د جمعې په ورځ یوه حقوقي پروسه پیلوي، څو پر هغو اروپايي شرکتونو چې له ایران سره تجارتي راکړه-ورکړه کوي، د امریکا بندیزونه نرم کړي.

د اروپايي کمېسیون رئیس ژان کلود یونکر«Jean-Claude Juncker» پرون پنجشنبې وویل چې اروپايي ټولنه به د شرکتونو د ممانعت د قانون یا تګ‎لارې په نوم د یوې حقوقي پروسې فعالول پیل کړي.

یونکر د بلغاریا په پلازمېنه صوفیه کې د اروپايي ټولنې او لویدیځ بالکان د سرمشریزې په پای کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې زیاته کړه چې اروپايي ټولنه به په ځانګړي ډول خپل کوچني او متوسط شرکتونه چې په ایران کې یې پانګونه کړې ده خوندي کړي.

ژان کلود یونکر
ژان کلود یونکر

د متحد ایالاتو د خزانې وزارت اروپايي شرکتونو ته ۹۰ ورځې مهلت ورکړی چې د امریکا د نوېو بندیزونو له نافذېدو مخکې له ایران سره خپلې ټولې تجارتي معاملې ختمې کړي.

وروسته له‎دې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره له اټمي موافقې د امریکا د وتلو اعلان وکړ، د اروپايي ټولنې مشرانو وویل چې په‎دې موافقه کې به پاتې شي، خو له‎دې سره-سره اروپايي شرکتونه له داسې یوه حالت سره مخامخ شوي چې یا باید له امریکا سره اړیکې غوره کړي او یا له ایران سره.

په پرونۍ خبري غونډه کې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د ایران له اټمي موافقې د وتلو په خاطر له امریکا سره د تجارتي جګړې د پیلولو احتمال رد کړ، خو هغه په عین حال کې یې هغه خطرناک حالت هم تأیید کړ چې نړیوال شرکتونه له ایران سره د راکړې ورکړې له کبله ورسره مخامخ دي.

امانوئل مکرون
امانوئل مکرون

ښاغلي مکرون زیاته کړه:

"زه باور لرم چې زموږ دنده په سیمه کې د ثبات ټینګول دي. زموږ اصلي لېوالتیا له سوداګرۍ او د شرکتونو له ګټې سره نه‎ده او دا هم نه غواړو چې په سیمه کې له‎دې یا هغه لوري سره ملګري شو، بلکې هدف مو دا دی چې ثبات یقیني کړو. موږ به د امریکا پر وړاندې د ایران ملګري هم نه‎شو."

ولسمشر ټرمپ تېره اوونۍ اعلان وکړ چې متحدایالات به له ایران سره د شپږو پیاړو هېوادونو د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې ووځي او پر ایران به هغه بندیزونه نوي کړي چې د دې موافقې له مخې فسخ شوي وو.

بریتانیا، فرانسې او جرمني چې هغوی هم دا موافقه لاسلیک کړې ده هڅې پیل کړي چې واشنګټن د دې موافقې منلو ته وهڅوي.

XS
SM
MD
LG