ایران له اروپايي ټولنې غوښتي چې د اټمي تړون د خوندي ساتلو لپاره دې له نورو قدرتونو سره یوځای هڅې چټکې کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د یکشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې د انرژۍ له کمېشنر «میګل اریاس کانتیه» سره په لیدنه کې وویل چې د ایران خلک له اټمي تړونه د امریکا تر وتلو وروسته له اروپايي ټولنې ډېره تمه لري.
ښاغلي ظریف وویل، دا تمې د دې لپاره دي چې د اټمي تړون لاسته راوړنې خوندي پاتې شي.
هغه وویل:
"اوس وخت د اروپايي ټولنې سیاسي ملاتړ کافي نهدی، اروپايي ټولنه باید له ایران سره د خپلو اقتصادي همکاریو او په دغه هېواد کې د پانګونو د زیاتېدو لپاره لا پسې زیات عملي ګامونه پورته کړي."
ایران په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له امریکا، چین، روسیې، فرانسې، بریتانیا او جرمني سره اټمي تړون لاسلیک کړ او ژمنهیې وکړه چې د بندیزونو د لیرې کېدو په بدل کې به اټمي پروګرام محدودوي.
خو د امریکا ولسمشر روانه مې میاشت په اتم تاریخ له اټمي تړونه د امریکا وتل اعلان کړل او ویېویل چې واشنګټن د اټمي تړون په بدل کې لیرې شوي بندیزونه بیا پیلوي.
ولسمشر ټرمپ له ډېره وخته له دې اټمي تړونه شکایت کاوه او ویلیې چې تهران د خپلو بالیستیکي توغندیو په ازمایلو او په سیمه کې له ملېشو په ملاتړ د اټمي تړون اصلیت تر پښو لاندې کړی دی.
د اروپايي ټولنې د انرژۍ کمېشنر میګل اریاس کانتیه په تهران کې له ایراني چارواکو سره تر دوه ورځنۍ لیدنې وروسته وویل چې موږ هڅه کوو څو دا تړون خوندي کړو، نو ځکه باید د کومې بلې نوې موافقې به اړه خبرې ونهکړو.
هغه وویل چې زموږ پیغام روښانه دی او دا یو اټمي تړون دی.
په ایران کې د اروپايي ټولنې لهخوا په وروستیو دوو کلونو کې ۲۰ میلیارده یورو پانګونه زیاته شوې ده.
پر ایران د امریکا د بندیزونو د بیا پیل په وېره کې ځینو اروپايي شرکتونو داسې ښکاره کړې چې غواړي له ایرانه لاس په سر شي.
خو د اروپايي ټولنې د انرژۍ کمېشنر وویل چې د وخت په ارزښت پوهېږي او اروپايي ټولنه باید له پانګونو د ملاتړ او د تېلو د پېرلو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
ایران ګواښ کړی که د دغه هېواد له لویو ګټو ملاتړ ونهشي د یورانیمو نامحدوده بډاینه به بیا پیل کړي.
راپور: صفيالله ستانکزی