د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ایران ته د اټمي پروګرام د بیا پیل لپاره خبرداری ورکړ.
ولسمشر ټرمپ یوه ورځ مخکې تر دې اعلان وکړ چې له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړونه وځي.
ټرمپ پرون چهارشنبه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل:
"زه ایران ته توصیه کوم چې خپل اټمي پروګرام له سره شروع نهکړي. زه دوی ته په کلکه دا توصیه کوم. کهیې چېرته داسې څه وکړل، نو له سختو عواقبو سره به مخامخ شي."
د ایران او د امریکا متحده ایالاتو، روسیې، چین، فرانسې، بریتانیا او جرمني ترمنځ د ۲۰۱۵ میلادي کال په جولای کې اټمي تړون لاسلیک شوی و.
د دې تړون له مخې ایران منلې وه چې د یورانیمو له غني کېدو به لاس اخلي او نړیوالو له تهران سره ژمنه کړې وه چې لګولي بندیزونه به راکم کړي.
امریکا له دې تړونه ووته، خو ایران او د تړون یو شمېر نورو برخهوالو هېوادونو د واشنګټن له پرېکړې سره مخالفت وکړ.
د ایران مذهبي مشر ایتالله علي خامنهاي پرون چهارشنبه په تهران کې وویل چې د امریکا ولسمشر بېځایه غږېږي.
دی وايي:
"د امریکا ولسمشر سپکې خبرې وکړې، ښایي تر ۱۰ ډېر درواغ پهکې وو. پهدې خبرو کې له تړونه له وتلو نیولې د ایران حکومت او خلکو ته ګواښونه وو چې داسې به وشي یا هغسې به وشي. زه د ایران د خلکو په استازیتوب وایم، ښاغلیه ټرمپ تاسو تېروتنه کوئ."
بل لور ته روسیې د امریکا پر پرېکړه اندېښنه ښکاره کړې ده، فرانسې بیا د ټرمپ پرېکړه تېروتنه بللې ده او جرمني ویلي دي چې دې تړون ته به ژمن پاتې شي.
د ایران ولسمشر په روسیې، چین، فرانسې، بریتانیا او جرمني کې خپلو سفیرانو ته لارښوونه کړې چې د اټمي تړون په اړه د دغو هېوادونو له چارواکو سره خبرې وکړي.