د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

د ایران له اټمي موافقې نه د امریکا د وتلو په اړه افغانستان تمه څه ده؟


افغان حکومت تمه ښيي چې د ایران د هستوي پرېکړه لیک څخه د امریکا وتل او د تهران او واشنګټن تر منځ رامنځته شوی کړکېچ به پر افغانستان بدې اغیزې ونه کړي.

افغان حکومت د افغانستان په اړه سیمه ییزې او نړیوالو اجماع ته په کتو خوشبیني ښيي چې د امریکا او ایران تر منځ د اړیکو خرابېدل به د افغانستان پر وضعیت ناوړه اغېز ونه لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شکیب مستغني د چهارشنبې په ورځ«۱۳۹۷کال غويي۱۹» ازادي راډيو ته وویل چې کابل له واشنګټن او تهران سره دوستانه اړیکې لري او له ټولو هېوادونو سره به دغه سیاست ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړ:

شکیب مستغني
شکیب مستغني

"هغه اجماع چې د افغانستان په اړه په سیمه او نړۍ کې رامنځته شوې له مخې یې موږ باور لرو چې د افغانستان په اړه د هېوادونو لیدلوری ګډ او پر همکارۍ ولاړ دی نو ځکه موږ خوشبین یو چې د افغانستان پر وضعیت به ناوړه اغېزې ونه لري."

تېره شپه امریکا اعلان وکړ چې هېواد يې له ایران سره د نړیوالو قوتونو د ۲۰۱۵ مېلادي کال له اټمي موافقې وځي.

د امریکا جمهور رئیس ډونالد ټرمپ وویل، تهران له طالبانو او نورو تروریستي ډلو ملاتړ کوي او پر ایران د امریکا پر هستوي بندیزونو هم بیا کتنه کېږي.

ټرمپ ګواښ وکړ چې پر تهران به په لوړه کچه سخت اقتصادي بندیزونه وضع شي.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني بیا له دغې هوکړې څخه د امریکا د وتلو له اعلان وروسته وویل چې له دې وروسته ایران له هغو هېوادونو سره چې دا هوکړه لیک يې لاسلیک کړی خپل هستوي کار له سره پیلوي.

افغانستان له امریکا سره ستراتژیکې اړیکې لري او هغه هېواد په افغانستان کې د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې مشري په غاړه لري.

کابل له تهران سره هم نېږدې اړیکې پايي او له هغه هېواد سره یې سوداګریزه راکړه ورکړه په ډېرېدو ده.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مرستیال محمد داود کلکاني دغې موضوع ته په اشارې وايي، د امریکا او ایران تر منځ کړکېچ بیا د افغانستان پر وضعیت منفي اغېز لري.

نوموړي زیاته کړه:

داوود کلکاني
داوود کلکاني

"ایرانیان غواړي چې د امریکا او د هغوی د متحدینو ګټو ته زیان ورسوي او فشارونه وارد کړي، چابهار بندر له طالبانو ملاتړ، د افغانستان او ایران تر منځ سوداګري او په ایران کې د افغان کډوالو موضوع او ځينې نور هغه مسایل دي چې پر افغانستان باندې په سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او پوځي لحاظ اغېز کولای شي."

له دې وړاندې ایران په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له حضور سره مخالفت ښودلی خو دا هېواد هم تل له طالبانو څخه په ملاتړ تورن شوی چې خپله ایران یي بیا ردوي.

د سیاسي اړیکو تر څنګ د کابل او تهران تر منځ سوداګریزه راکړه ورکړه او په هغه هېواد کې د سلګونو زرو افغان کډوالو ژوند هغه عمده مسایل ګڼل کېږي چې د امریکا او ایران د اړیکو له خرابېدو سره به پر دغو برخو منفي اغېز وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG