د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

اروپايي ټولنې د ایران د اټمي موافقې د ژغورنې لپاره هڅې پیل کړي


اروپايي ټولنې د ایران او شپږو پیاوړ قدرتونو د اټمي موافقې د ژغورنې لپاره هڅې پیل کړي دي.

اروپايي ټولنه غواړي چې د ایران د اټمي موافقې د ژغورنې لپاره خپل بدیل پلان راتلونکې اوونۍ د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته وسپاري، خو د اروپايي ټولنې سرچینو په عین حال کې ویلي دي چې که متحده ایالات له دې پلان څخه ووځي، دوی په پام کې لري چې له ایران سره خپل تجارتي اړیکي پرځای وساتي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ له ایران سره د ۲۰۱۵ کال اټمي موافقه یو ناورین بللی او ګواښ یې کړی چې که د مې تر ۱۲ نېټې پورې اصلاحات پکې رانشي نو امریکا به ترې ووځي.

خو بریتانیا، جرمني او فرانسې هڅې پیل کړي چې که د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت سره موافقې ته ورسېږي نو سپینې ماڼۍ ته به یو بل نوی سیاسي تړون چې د ایران په وړاندې سخت دریځ خپلوي چمتو کړي.

بریتانیا، فرانسه او جرمني وايي، که امریکا له دغې موافقې ووځي دوی به له ایران سره اړیکې وساتي.
بریتانیا، فرانسه او جرمني وايي، که امریکا له دغې موافقې ووځي دوی به له ایران سره اړیکې وساتي.

د اروپايي ټولنې شپږو سرچینو رویټرز خبري آژانس ته ویلي، که څه هم ډاډه نه دي چې هڅې به یې نتیجه ورکړي خو دوی وايي اروپايي ټولنه په عین حال کې پر دې هم کار کوي چې د دې هڅو د ناکامۍ په صورت کې د هغه ناوړه اثرات محدود کړي.

ویل کېږي چې په دې ډيپلوماټیکو هڅو کې یوازې د اتلانتیک دواړه غاړې ښکېلې دي او ایران چې د تړون یو اړخ دی او همداراز چین او روسیه چې په شپږو پیاوړو قدرتونو کې شامل دي پکې نشته.

اروپايي ټولنه غواړي ولسمشر ټرمپ ته قناعت ورکړي چې دوی به د تهران د بالسټیک توغندیو د پروګرام او همداراز په سوریه او یمن کې د دې هېواد د نفوذ مخنیوی وکړي.

په داسې حال کې چې د ایران په مسئله کې د اروپایانو او امریکایانو اختلافونه کم شوي دواړه لوري د امریکا د دې غوښتنې په اړه یوې موافقې ته د رسیدو هڅه کوي چې د اټمي موافقې له پرانیستو پرته د ایران پر اټمي پروګرام محدودیتونه زیات کړي.

د اروپايي ټولنې یو جګپوړي ډيپلوماټ رویټرز آژانس ته ویلي دوی د داسې یوه فورمول د موندلو هڅه کوي چې هم د امریکا د غوښتنې ځواب وي او هم موافقه له منځه ولاړه نشي.

اروپايي چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پرون په ډاګه وویل چې هېواد یې د اټمي موافقې په برخه کې هېڅ راز معاملې ته چمتو نه دی.

بریتانیا، جرمني او فرانسې ویلي چې که امریکا د ایران له اټمي موافقې څخه ووځي هم دوی به پکې پاتې شي او هڅه به وکړي چې له ایران سره تجارتي معاملې وساتي او پراخې یې کړي.

د ایران او اروپايي ټولنې ترمنځ اړیکي وروسته له هغه تاوده شول چې دې ټولنې له اټمي موافقې سره سم پر ایران ډېره برخه لګول شوي بندیزونه فسخ کړل.

XS
SM
MD
LG