د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

فرانسه او ایران به د ایران د اټمي تړون د ساتلو لپاره په ګډ کار کوي


د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون او د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي، دواړو موافقه کړې چې د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون د ساتلو لپاره به په ګډه کار کوي.

دواړو مشرانو دغه موافقه تېره ورځ په ټیلیفوني خبرو کې کړې، خو د فرانسې د ولسمشر دفتر ویلي چې د ایران ولسمشر په‎دې ټینګار کړی چې د دغه تړون محتوا د بحث وړ نه‎ده.

د مکرون دفتر دغه راز ویلي چې دواړو مشرانو سلا کړې چې په راتلونکو اونیو کې به له ټولو جزئیاتو سره د دغه تړون د محتوا د خوندي کولو لپاره کار کوي.

د مکرون دفتر دا هم ویلي چې ولسمشر وړاندیز کړی چې په بحثونو کې دې پر درې نورو اړینو مسایلو، د تهران د بالسټیک توغندیو د پروګرام، له ۲۰۲۵ میلادي کال وروسته د ایران د اټمي فعالیتونو او په منځني ختیځ کې د اساسي سیمه‎ییزو ستونزو په اړه هم خبرې وشي.

خو د روحاني له قوله ویل شوي چې هغه مکرون ته ویلي چې دغه تړون هغسې چې دی باید وساتل شي او پر جزئیاتو یې په هېڅ وجه خبرې نه‎شي کیدی.

روحاني دغه راز ویلي چې ایران له خپلو ژمنو علاوه هېڅ ډول بندیزونه نه‎شي منلی.

ولسمشر روحاني
ولسمشر روحاني

روحاني مکرون ته ویلي چې هېواد یې چمتو دی چې د نورو د منځني ختیځ د سیمه‎ییزو مسایلو په اړه خبرو کې داخل شي.

په خپرو شوېو بیانونو کې په‎دې اړه چې که ایران له اصلاح پرته په همدې بڼه د شوي تړون پر ساتلو ټینګار کوي د امریکا د ولسمشر ډونالډ او د نورو متحدینو اندېښنو ته یې په پام سره به هغه څنګه وساتل شي، نور جزئیات نه‎دي ورکړل شوي.

د شوي تړون له مخې پر ایران د لویدیځ بندیزونه لېرې شوي او تهران هم په بدل کې خپل اټمي فعالیتونه درولي دي.

خو ولسمشر ټرمپ ګواښ کړی چې که دغه تړون اصلاح نه‎شي، امریکا به ترې ووځي.

ولسمشر د می تر۱۲مې وخت لري چې په‎دې اړه پریکړه وکړي.

د نړۍ له شپږو قدرتونو سره د ایران د اټمي تړون درې لاسلیک کوونکو، د امریکا اروپایي متحدینو، فرانسې، بریتانیا او جرمني ویلي چې دغه تړون د ایران د اټمي پروګرام د مخنیوي ترټولو غوره وسیله ده او د امریکا له ولسمشر ټرمپ څخه یې غوښتې چې له هغه ونه وځي.

د فرانسې ولسمشر او د جرمني صدراعظمې واشنګټن ته وروستي سفر کې له ولسمشر سره پر همدې مسئلې خبرې وکړې، ترڅو هغه په‎دې قانع کړي چې په‎دې تړون کې پاتې شي.

XS
SM
MD
LG